د لاس رسي وړ اتصالات

عامه روغتیا: د کابل په دولتي روغتیایي مرکزونو کې ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکول کیږي


د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر د میاشتې د پولیو ضد کمپاین
د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر د میاشتې د پولیو ضد کمپاین

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي د پلازمینې کابل په ټولو دولتي روغتیایي مرکزونو کې د نورو روغتیایي خدمتونو تر څنګ ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین هم ورکول کیږي.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند، ډاکټر شرافت زمان امرخیل، امریکا غږ ته وویل: ”د پلازمینې کابل په ښاري او کلیوالي سیمو کې هره ورځ زرګونه میرمنې د درملنې په موخه دولتي روغتیایي مرکزونو ته مراجعه کوي او له دوی سره راغلو ماشومانو ته په روتین ډول واکسین ورکول کیږي.“

د نوموړي په وینا، دوی په ځینو روغتیایي مرکزونو کې د پولیو واکسین ځانګړي ټیمونه هم په دنده ګمارلي، چې هره ورځ په منظم ډول ماشومان واکسینوي.

ښاغلي امرخیل زیاته کړه: ”په هغو روغتونونو او روغتیایي مرکزونو کې چې د ناروغانو ګڼه ګوڼه زیاته ده، لکه صحت طفل روغتون، موږ هلته د پولیو واکسین ځانګړي ټیمونه ګمارلي، تر څو له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان واکسین کړي.“

بل لوري ته د کابل یو شمېر اوسیدونکي د پولیو ضد واکسین د تطبیق په برخه کی د روغتیایي کارکوونکو او رضاکارانو هڅې ستایي او له روغتیایي چارواکو غواړي چې دا ډول هڅې هم په کابل او هم په ولایتونو کې زیاتې کړي، تر څو د پولیو تغر د تل لپاره له افغانستان څخه ټول شي.

د کابل ولایت یو تن اوسیدونکي، شبیر احمد، امریکا غږ ته وویل: ”موږ د پولیو ناروغي په مخنیوي کې د روغتیایي کارکوونکو هڅو ته د قدر په سترګه ګورو، خو ولایتونو ته باید هم پاملرنه زیاته شي، تر څو د پولیو ناروغي په ټول افغانستان کې له منځه ولاړه شي.“

د کابل ولایت بل اوسیدونکی، سید احسان، بیا خپل نظر داسې شریکوي: ”زموږ هیله دا ده چې ژر تر ژره له پولیو څخه پاک افغانستان ولرو او د دې ترڅنګ له روغتیایي چارواکو غواړو چې د پولیو سربیره دې د ماشومتوب د دورې د نورو وژونکو ناروغیو د خپریدو مخنیوی هم وکړي.“

د کابل اوسیدونکي په داسې وخت کې د ګوزڼ ضد مبارزې د هڅو پر زیاتوالي ټینګار کوي چې لا هم د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې یاده ناروغي د ماشومانو سلامتي او ژوند ګواښي.

XS
SM
MD
LG