د لاس رسي وړ اتصالات

په خوست او هلمند کې د پوليو درې نوې پېښې ثبت شوې


آرشیف: یو ماشوم په ننګرهار ولایت کې د پولیو ضد واکسین څاڅکي ترلاسه کوي
آرشیف: یو ماشوم په ننګرهار ولایت کې د پولیو ضد واکسین څاڅکي ترلاسه کوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، چې په هلمند او خوست ولایتونو کې د ناامنيو له کبله درې تازه پیښې ثبت شوي چې دې سره په هیواد کې د ګوزڼ د پېښو شمیر ۵۲ ته ورسید.

د دغه وزارت د پوليو د محوه کولو پروګرام د عامه اړيکو مسؤل ډاکټر ميرجان راسخ امريکا غږ ته وويل، چې دغه درې واړه هلکان دي او د پوليو واکسين د نه تطبيق له امله د ګوزڼ پر ناروغۍ اخته شوي دي.

ښاغلي راسخ وویل: "يو ۲۲ مياشتنی ماشوم د هلمند ولایت په بغران ولسوالۍ او دوه نور ماشومان چې هر یو اوه او یولس میاشتې عمرونه لري، د خوست ولایت په باک او نادرشاه کوټ ولسوالیو کې ثبت شوي دي".

سره له دې چې د تېرې يوې مياشتې راهيسې د دغه هېواد په يو شمېر ولايتونو کې فرعي کمپاينونه پيل شوي، خو د کروناویروس له کبله د کمپاينونو څو مياشتني ځنډ او په ځينو مواردو کې ناامنيو د پوليو ويروس د خپرېدو زمينه مساعده کړې.

د عامې روغتيا وزارت د کتلوي معافيت مسؤل غلام دستګير نظري وايي، هڅه کوي په هغو سيمو کې چې طالبانو د کور په کور واکسين له کمپاينونو سره مخالفت ښودلی، ژر تر ژره ستونزه هواره کړي.

ښاغلي دستګیر وويل: "موږ تل هڅه کوو چې د نړيوالو بنسټونو په مرسته او د قومي مشرانو، ديني عالمانو او د ولسوالۍ پرمختیایي شوراګانو په منځګړیتوب له وسلوالو مخالفینو سره اړیکې ټینګې او د ګوزڼ واکسین د تطبیق لپاره اجازه تر لاسه کړو. دا هڅې مو ځینې وختونه بریالۍ هم وي.

د خوست یو اوسېدونکی حيات الله له خلکو غواړي چې د پوليو د هر کمپاين پرمهال دې خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسين ورکړي، ترڅو ښه او سالمه روغتيا ولري.

ښاغلي حیات الله وویل: "دغه پېښې کيدای شي نورې هم زياتې شي، شدت ومومي. ميندو او پلرونو ته دا لازمه ده چې خپل ماشومان په وخت سره واکسين کړي".

تير کال په افغانستان کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۲۹ ته رسیدلی وو، خو سږکال دا شمیر ۵۲ ته لوړ شوی چې نږدې دوه برابره زیاتوالی ښيي.

روغتياپالان اندېښنه څرګندوي چې که ماشومانو ته د پوليو واکسين تطبيق نه شي، ښايي دا شمېر نور هم زيات شي.

XS
SM
MD
LG