د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې د پولیو له مثبتو پېښو څخه افغانستان هم اغېزمن دی - روغتیاپالان


عکس - ارشیف
عکس - ارشیف

په جنوب کې د ګوزڼ پر ضد د مبارزې مسؤولین وايي چې په پاکستان کې د ګوزڼ مثبتې پېښې او محیطي ویروس پر افغانستان مستقیم اغېز لري او دوی يې خپل لور ته د مخنیوي هڅې زیاتې کړي.

د ګوزڼ پرضد د مبارزې مسؤولین وایي چې پاکستان لاهم د ګوزڼ زیاتې پېښې لري چې په افغانستان کې د میلیونونو ماشومانو روغتیا ته لوی ګواښ پېښوي.

د نړیوالو بشري ادارو د معلوماتو پر بنسټ په تېرو څو میاشتو کې تر ۵۰۰زره زیات ماشومان له خپلو کورنیو سره له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي چې زیاتره يې د پاکستان له هغو سیمو څخه دي چې د ګوزڼ پېښې لري.

په جنوب کې د ګوزڼ پر ضد د همغږۍ د مرکز مسؤولین وايي چې د چمن – سپین بولدک ترمنځ د پولیو مخنیوي ته زیاته پاملرنه کیږي.

د دې مرکز مسؤول، ډاکتر جمال الدین یې په هکله وویل: "وخت ناوخت دواړو خواووته کمپیانونه تر سره کیږي او په سرحدي کرښې او دروازې باندې په منظم ډول روزل ښوي ټیمونه موجود دي چې هلته د تک راتګ پرمهال ماشومانو ته واکسین ورکوي."

نوموړي زیاته کړه، له بده مرغه پاکستان کې ګوزڼ پېښې ډیرې شوي، هلته اوس هم د ویروس د موجودیت ویره شته، نو ځکه موږ پر چمن- سپین بولدک دروازې باندې مشخص ټیمونه ګمارلي دي ترڅو د ویروس د له منځه وړلو لپاره ګډه هڅه وکړي.

په ختیځ کې تورخم او په جنوب کې چمن – سپین بولدک د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ دوې مهمې تجارتي لارې دي چې پرې د واکسین پروګرام هم تر پخوا پیاوړی شوي.

نړیوال روغتیایي سازمان، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ سازمان او ځینې نورې نړیوالې ادارې هم په ګډه د افغانستان او پاکستان د پولیو د له منځه وړلو مبارزه کې مالي او تخنیکي مرسته کوي.

د پولیو پرضد د مبارزې ګډ ټيم هم وايي چې په پاکستان کې د پولیو له مثبتو پېښو څخه افغانستان هم اغېزمن دی او دوی يې د مخنیوي لپاره له دواړو هېوادونو سره ګډ کار ته دوام ورکوي.

پاکستان او افغانستان لاهم د نړۍ پر مخ دوه هغه هېوادونه دي چې د ګوزڼ ناروغۍ پکښې د میلیونونو ماشومانو روغتیا ګواښي.

خو پاکستان د ګوزڼ د زیاتو مثبتو او محیطي پېښو په لرلو سره د پولیو ناروغي د خپریدو مرکزي سیمه پيژندل کیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG