د لاس رسي وړ اتصالات

د نویو راستنیدونکو کډوالو ماشومانو ته د پولیو ځانګړي تدابیر په پام کې نیول شوي - مسؤولین


عکس- ارشیف
عکس- ارشیف

د پولیو د لمنځه وړلو بیړني عملیاتي مرکز مسؤولین وایي چې له ګاونډي هېواد پاکستان څخه افغانستان ته د تازه راستنیدونکو کډوالو ماشومانو لپاره یې د واکسیناسیون خاص تدابیر نیولي.

د دوی په وینا، د پولیو ټیمونه یې ګمارلي چی په کرښه را اوښتونکي ټول ماشومان واکسین کړي او که چیرته له پولیو واکسین پاتې کیږي نو په نویو ایجاد شویو کلینیکونو کې ورته د ګوزڼ سربیره نور عام واکسینونه هم تطبیقیږي.

له تیرو څو اوونیو راپدیخوا له پاکستان څخه افغانستان ته د ۱.۷ میلیونه افغانانو د بیرته ستنیدو لړۍ پیل شوې چی د نورو ستونزو سربیره یې زرګونه ماشومان د ګوزڼ معلولونکې ناروغۍ له جدي خطر سره لاس او ګریوان دي.

د دې مرکز مسؤولین دا هم وايي چې دوی نویو ستندیونکو افغان کډوالو ته په روغتیایي او په خاصه توګه د واکسین د تطبیق برخو کې تدابیر نیولي او د هغوی ګمارل شوي ټیمونه په ټولو ساحو کې د تازه راغلو کډوالو ماشومان واکسینوي.

کابل کې د پولیو بیړني مرکز مسؤول، ډاکټر نیک ولي شاه مومن امریکا غږ ته وویل: "زموږ د ټولو هېوادوالو ماشومان چې له پاکستانه راستنیږي په سرحدي سیمو کې زموږ د ګمارل شوو او روزل شویو ټیمونو لخوا واکسینیږي. که خدای مکړه کوم ماشوم د واکسین نه بې برخې پاتې شي نو زموږ ګمارل شوي ټیمونه د دوی د استوګنې ځای ته ورځي، هلته به د ایجاد شویو کلینیکو له لارې نه یوازې د پولیو واکسین بلکې نور لازم روټین واکسینونه لکه د شري واکسین هم دوی ته تطبیقیږي."

د نوموړي په وینا، د دوی هڅه دا ده چې د مخکې غوندې له ګاونډي هېواد پاکستان څخه افغانستان ته د پولیو دسرایت مخه ونیسي.

ښاغلی مومن زیاتوي، د ګوزڼ واکسیناتورانو سربیره یې د عامه پوهاوي لپاره هم ټیمونه ګمارلي چې خلکو ته پوهاوی ورکړي او خپل کوچنیان واکسین کړي.

نوموړي امریکا غږ ته وویل: "زموږ کوشش به دا وي چی وکولای شو چې د تیر په څیر له ګاونډي هېواد نه د ویروس دانتقال مخه زموږ نورو ولایتونو ته ونیسو. کوم هېوادوال چې چیرته میشت کیږي، ګمارل شوي ټیمونه به د دوی دماشومانو شمېر زموږ په مایکروپلان کې شریکوي ترڅو په راتلونکې کې موږ وکولای شو چې د دوی ماشومان په وخت واکسین او د هغې مطابق موږ پلان جوړ کړو."

د دې ترڅنګ د عامه پوهاوي لپاره زموږ ټیمونه دوی ته ورځي ترڅو هغوی وپوهوي چې څنګه خپل ماشومان واکسین کړي، نه یوازی د پولیو، بلکې نور عام واکسینونه چې اړین دي هغوی ته باید ورسول شي او همدا شان به د حفظ الصحی په باره کی هم مالومات ورکول کیږي.

له بلی خوا روغتیایي مسؤولین پدی باور دي چې ترټولو اول باید کورنۍ د خپلو کوچنیانو حفظ الصحی ته خاصه توجه وکړي ترڅو د ماشومانو وجود ته د ویروس د انتقال مخه ونیول شي.

کابل کې د ماشومانو یو تن متخصص، ډاکټر عصمت الله عاصم امریکا غږ ته وویل: "د افغان مهاجرو لپاره په روغتیايي برخه کې د ترتیباتو نیول ښه ګام دی، موږ یی ملاتړ کوو، هغه که د واکسین په برخه کې وي او یا نورو برخو کې، خو ترټولو مهمه خبره دا ده چې اول باید خپله همدا کورنۍ د خپل ماشومانو حفظ الصحه مراعت کړي ترڅو دا ویروس خدای مکړه د دوی د ماشومانو وجود ته سرایت پیدا نکړي.

د ډاکټر عاصم په وینا، د حفظ الصحې له مراعتولو ورسته بیا په منظمه توګه ورته د واکسین بهیر تطبیق شي ترځو افغانستان کې دا ناروغي د تل لپاره محوه شي.

ویل کیږي چی د پاکستان څخه افغانستان ته تراوسه څه باندې ۶۰ زره کورنۍ بیرته ستنې شوي چې په دوی کې زیاتره ښځې او ماشومان هم شامل دي.

کاروپوهان په دی باور دي چې له یوی خوا د ژمي سړه هوا او له بل لوري دوی ته په روغتیایي برخو کې د لازمو اسانتیاوو برابرول آسانه کار ندی، خو مسؤولین بیا ټینګار کوي چی د ګوزڼ د مخنیوي سربیره به دوی ته په ټولو برخو کې روغتیايي خدمات چمتو کړي ترڅو ماشومان یې د ناروغیو څخه خوندي او پر وخت واکسینونه واخلي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG