د لاس رسي وړ اتصالات

د پکتیکا برمل کې د پولیو مثبته پېښه ثبت شوې


پولیو اخته شوې ماشومه مېشته وزیرستانۍ کډواله ماشومه ده
پولیو اخته شوې ماشومه مېشته وزیرستانۍ کډواله ماشومه ده

د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د پولیو ساري ناروغۍ مثبت پېښه رامنځته شوې ده.

د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د وزیرستاني کډوالو یو ماشوم د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ په ناروغۍ اخته شوی، له دې سره په روان مېلادي کال کې په هېواد کې د پولیو مثبت پېښو شمېر ۱۷ ته ورسېد.

د پکتیکا ولایت صحي مسؤلین وایي، چې د پولیو دغه تازه پېښه د برمل ولسوالی په سور زغمي سیمه کې د مېشتو وزیرستاني کډوالو په ماشومانو کې رامنځته شوې.

د دوی په خبره چې په فلج د اخته شوې‎ ماشومې نوم سبا دی او دوه دېرش میاشتې عمر لري.

د پکتیکا د کتلوي معافیت امیر ډاکټر عبدالحکیم همت امریکا غږ ته وویل، چې په پولیو د اخته انجلۍ پلار د واکسین له تطبیق سره سخت مخالفت درلود او د سبا په ګډون یې هېڅ یو ماشوم ته د کمپاینونو په لړ کې واکسین نه دي تطبیق کړي.

"رښتیا هم په برمل کې د پولیو تازه پېښه ثبت شوې ده، دا پېښه د سور زغمي په ساحه کې ثبت شوې او د پولیو ښکار شوې نوې ماشومه انجلۍ ده، دوه دېرش میاشتې عمر لري او سبا نومېږي."

دوی همداراز وايي، هڅه کوي د ویروس د خپرېدو مخه ونیسي.

د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې له درۍ کلني ځنډ وروسته د پولیو مثبت پېښه ثبتیږي، په ۲۰۱۶ مېلادي کال کې په همدې ولسوالۍ کې د پولیو اووه مثبت پیښې بثت شوې وې.

دا په داسې حال کې ده، چې په روان ۲۰۱۹ کال کې په افغانستان کې د پولیو یا ماشومانو د ګوزڼ ۱۷ مثبتې پیښې ثبت شوي دي.

د پولیو د دغو پیښو ۱۵ مثبتې پیښې یې په دریو جنوبي ولایتونو ( ۸ په ارزګان کې، ۵ په هلمند کې او ۲ په کندهار کې) او یو په ختیځه حوزه کې (کونړ ولایت کې) او بله نوې مثبته پېښه یې په خوست تکې ثبت شوې ده.

XS
SM
MD
LG