د لاس رسي وړ اتصالات

څه باندې ۸۰۰زره افغان ماشومان د پولیو ضد واکسین کیږي


په افغانستان کې د روان میلادي کال په تیرو نهو میاشتو کې د پولیو ۱۶ مثبتې پیښې ثبت شوي دي.
په افغانستان کې د روان میلادي کال په تیرو نهو میاشتو کې د پولیو ۱۶ مثبتې پیښې ثبت شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت وايي، چې نن د دوشنبې په ورځ ( تلې ۲۲ مه) د افغانستان په ۳۲۴ ولسوالیو کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ضد د واکسین پنځه ورځینی فرعي کمپاین پیل شو.

د عامې روغتیا وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې ټاکل شوې د دغه کمپاین په ترڅ کې به د پنځه کالو څخه د ښکته عمر ۸.۵ میلیونو ماشومانو ته د پولیو ضد دوه څاڅکي ورکړل شي.

دغه کمپاین په هغو سیمو کې پلی کیږي، چې یو شمیر ماشومانو ته د روان ۱۳۹۸ لمریز کال د پولیو ضد تیرو کمپاینونو کې واکسین ورکړل شوي وو.

د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروزالدین فیروز د دغه کمپاین د پیل پر مهال له کورنیو غوښتي، چې هغو ماشومانو ته، چې په تیرو کمپاینونو کې يې د پولیو واکسین نه دی اخیستی واکسین کړي.

د دغه کمپاین په ترڅ کې به۸.۵ میلیونو ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکړل شي
د دغه کمپاین په ترڅ کې به۸.۵ میلیونو ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکړل شي

ښاغلي فیروز وویل:"د هیواد په یو شمیر سیمو کې د پولیو واکسین د کمپاینونو د اوږد ځنډ او وقفې د راتلو په اړه انديښمن یو چې له امله یې ګڼ شمیر ماشومان د پولیو د لوړ خطر او ګواښ لاندې راغلي، نو دا ډيره مهم خبره ده چې د واکسین څخه پاتې شوي ماشومان باید ددې ناروغۍ په وړاندې واکسین کړل شي."

د عامې روغتیا وزیر د کورنیو څخه غوښتي، چې د دغه کمپاین په ورځو کې دې د واکسیناتورانو سره، چې د هغوی کورنو ته ورځي همکاري وکړي.

ښاغلي فیروز وویل:"په کومو سیمو کې چې زمونږ ساحوي کمپاینونه په روغتیايي مرکزونو کې پلي کیږي، د ټولو میندو او پلرونو څخه غواړو،چې خپل ماشومان دغو روغتیايي مرکزونو ته د واکسین کولو په خاطر ور ولي".

د پولیو واکسین دغه کمپاین د روان کال د تلي میاشتې له ۲۲ څخه تر ۲۶ پورې دوام مومي.

ډاکټران وايي، چې د پولیو ناروغۍ د درملنې وړ نه ده او ماشومان په ټول ژوند کې فلج کولای شي او یوازنۍ لاره چې کولی شي،چې ماشومان ترې وقایه او خوندي کړي، هغه د پنځه کالو څخه د ښکته عمر ماشومانو ته په پرله پسې ډول د پولیو واکسین دوه څاڅکي ورکول دي.

ډاکټران وايي، د پولیو واکسین خوندي او اغیزمن دی او هیڅ ډول جانبي عوارض نه لري.

افغان مېرمنې ماشومانو ته د واکسین ورکولو پرمهال
افغان مېرمنې ماشومانو ته د واکسین ورکولو پرمهال

افغانستان د نړۍ په دریو هیوادونو کې شامل دی، چې لا هم پولیو واکسین په دغه هیواد کې د ماشومانو ژوند ګواښوي.

د ۲۰۱۹ کال د پیل څخه د اکتوبر د ۱۴مې پورې په افغانستان کې د پولیو یا ماشومانو د ګوزڼ ۱۶ مثبتې پیښې ثبت شوي دي.

د پولیو د دغو پیښو ۱۵ مثبتې پیښې یې په دریو جنوبي ولایتونو ( ۸ په ارزګان کې، ۵ په هلمند کې او ۲ په کندهار کې) او یو په ختیځه حوزه کې (کونړ ولایت کې) ثبت شوي دي.

XS
SM
MD
LG