د لاس رسي وړ اتصالات

په خوارځواکۍ اخته ماشومانو کې د پولیو ناروغۍ ګواښ لوړ دی – روغتیا پالان


بغلان ولایت کې په خوارځواکې اخته ماشوم ته د پولیو ضد واکسین تطبیق کیږي.
بغلان ولایت کې په خوارځواکې اخته ماشوم ته د پولیو ضد واکسین تطبیق کیږي.

د بغلان ولایت یو شمېر روغتیا پالان وایي چې په خوارځواکې اخته ماشومان د نورو ماشومانو په پرتله د پولیو ناروغۍ له لوړ ګواښ سره مخ دي.

د روغتیا پالانو په وینا، که چیرې کورنۍ په خوارځواکۍ اخته ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین څاڅکي ورنکړي، ښایي په پولیو ناروغۍ اخته شي.

په بغلان ولایت کې د کوچنیانو د ناروغیو متخصص، ډاکټر شفیق الله سهاک، امریکا غږ ته وویل: ”پدې وروستیو کې له یوه پلوه په هېواد کی د پولیو مثبتې پېښې ثبت شوي او له بل پلوه د په ماشومانو کې د خوارځواکۍ ګراف لوړ شوی. خوارځواکي د ماشومانو د بدن مقاومت کمزوری کوي، او ښایي هغوی په پولیو ناروغۍ اخته شي.“

د نوموړي په وینا، کورنۍ باید خپل ټول له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان په ټاکلي وخت د پولیو ناروغۍ په وړاندې واکسین کړي، تر څو له تل پاتي معلولیت څخه خلاصون ومومي.

په بغلان کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا د ریاست مرستیال، ډاکټر نیاز محمد اکاخیل، امریکا غږ ته وویل: ” کله چې یو ماشوم په خوارځواکۍ اخته کیږي، د پولیو ناروغۍ په ګډون د هر ډول انتاني او ساري ناروغۍ لپاره مساعد وي.که چېرې دغه ماشوم په پولیو ناروغۍ هم اخته شي، د نورو ماشومانو په پرتله به له شدیدو پایلو سره مخ شي.“

د نوموړي په وینا، له نیکه مرغه اوس مهال په بغلان ولایت کې د پولیو ناروغۍ د ناوړه پایلو او د پولیو ضد واکسین د ګټو په اړه د عامه پوهاوې کچه لوړه شوې، او دوی د پولیو ناروغۍ د مخنیوي لپاره ځانګړي پلانونه چمتو کړي چې په پلي کولو سره به یې ټولو له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومانو ته واکسین ورسیږي.

د بغلان ولایت یو تن اوسیدونکي، شرف‌الدین، بیا خپل نظر داسې شریکوي: ”زما کوچنۍ ماشوم په خوارځواکۍ اخته شوی او له روغتیایي پلوه ‌ډیر کمزوری شوی، موږ ویره لرو چې خدای مکړه په ګوزڼ ناروغي اخته نشي.“

نوموړی له روغتیایي چارواکو غواړي چې د ماشومانو د خوارځواکۍ د له منځه وړلو او د پولیو ضد واکسین د تطبیق لپاره اړین اقدامات وکړي، تر څو د تنکیو ماشومانو ژوند خوندي شي.

که څه هم روغتیا پالان له معلولیت څخه د ماشومانو د خلاصون یواځنۍ لاره هغوی ته د پولیو ضد واکسین د څاڅکو ورکول بولي، خو لا هم د هېواد په ځینو سیمو کې یو شمېر کورنۍ شته چې د بیلابیلو عواملو له امله خپلو ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین نه تطبیقوي.

XS
SM
MD
LG