د لاس رسي وړ اتصالات

د ګوزڼ ناروغۍ په مخنیوي کې د دیني عالمانو په همکارۍ ټینګار


انځور د آرشیف څخه اخیستل شوی
انځور د آرشیف څخه اخیستل شوی

د یونیسف له لوري د پولیو واکسین د تطبیق په تړاو د سلګونو روغتیا پالانو او دیني عالمانو د روزنې د پروګرام له اعلان سره سم، خوست کې خلک د ګوزڼ په مخنیوي کې د دینې عالمانو رول اړین بولي.

وروسته له هغه چې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د مالي صندوق یا یونیسیف ادارې اعلان وکړ چې د پولیو ناروغۍ او د واکسین د ګټو په اړه د افغانستان په کچه ۴۸۶ روغتیایي کارکوونکي او دیني عالمان روزي، د خوست یو شمېر اوسیدونکي له دیني عالمانو غواړي چې پدې هکله خلکو ته پوهاوی ورکړي.

د خوست یو تن اوسیدونکي انیس امریکا غږ ته وویل: " زه د یونیسف له دې پرېکړې هرکلی کوم، ځکه په افغاني ټولنه کې دینې عالمان له پراخ عقیدوي او کلتوري ملاتړ څحه برخمن دي او پر خلکو باندې د دوی خبرې ښه اغیزه کولی شي."

بل لوري ته د یاد ولایت دیني عالمان او روغتیا پالان هم د پولیو د مخنیوي لپاره د خلکو د پوهاوي د کچې لوړول یو نیک کار بولی او ټینګار کوي چې د دې ناروغۍ وقایه یواځې د واکسین د تطبیق له لارې شونې ده.

د خوست یو تن دیني عالم مولوي سلطان محمد ستومان وایي چې د ډیری دیني عالمانو توافق دا دی چې ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین تطبیقول له شرعي پلوه هیڅ ډول ممانعت نلري او خلک باید خپل ماشومان په هر کمپاین کې واکسین کړي.

د کوچنیانو د داخله د ناروغیو متخصص ډاکټر ظریف تسل امریکا غږ ته وویل: " د یونیسف له لوري د پولیو په اړه روزنه یو اغیزمن اقدام دی، ځکه د روغتیایي کارکوونکو سربیره دیني عالمان هغه کسان دي چې له خلکو سره اړیکې لري او خلک د دوی مشورو او لارښوونو ته غوږ ږدي."

نوموړي زیاته کړه، پدې توګه به د پولیو د عامه پوهاوي په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې ولرو او د ماشومانو د ګوزڼ او معلولیت په پیښو کي به د پام وړ کموالی راشي او د وخت په تیریدو سره به د دې ناروغۍ ټغر له هیواد څخه ټول شۍ.

که څه هم د روغتیا نړیوال سازمان روان میلادي کال په افغانستان کې د پولیو د له منځه وړلو لپاره غوره فرصت بللی، خو لا هم په ډیری مرکزي او سرحدي سیمو کې ګڼ شمېر ماشومان د دې ناروغۍ له ګواښ سره مخ دي.

XS
SM
MD
LG