د لاس رسي وړ اتصالات

د فراه کوچیان د ګوزڼ واکسین د تطبیق غوښتنه کوي


په غزني ولایت کې د ۲۰۲۲ د پولیو کمپاین پر مهال یو ماشوم ته د واکسین د څاڅکو تطبیق
په غزني ولایت کې د ۲۰۲۲ د پولیو کمپاین پر مهال یو ماشوم ته د واکسین د څاڅکو تطبیق

په فراه کې میشت کوچیان له چارواکو غواړي چې د دوی ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین د رسولو په برخه کې جدي پاملرنه وکړي.

د فراه یو شمېر اوسیدونکي چې د نورو وګړو په پرتله کومه ثابته مېنه نلري او له ستونزو ډک کوچیانی ژوند تیروي، د روغتیایي خدمتونه په ځانګړي ډول د ګوزڼ واکسین له نه رسیدو څخه سر ټکوي او له چارواکو غواړي چې د دوی ستونزو ته رسیدګي وکړي.

په فراه کې د کوچیانو د شورا مشر حاجي عبدالله، امریکا غږ ته وویل: "زموږ ماشومان له کلونو راهیسې د ګوزڼ واکسین له څاڅکو محروم پاتې شوي‌ او له روغتیایي چارواکو د دغې ستونزې د حل غوښتنه لرو."

بل لوري ته د فراه ځینې ځایي اوسیدونکي وایي چې دوی حاضر دي چې په هر کمپاین کې خپل ماشومان د ګوزڼ د خطرناکې او ساري ناروغۍ په وړاندې واکسین کړي. دوی د کوچیانو له کورنیو څخه هم غواړي چې په یاد بهیر کې ونډه واخلي او پدې توګه د خپلو ماشومانو ژوند وژغوري.

په ورته مهال د فراه روغتیایي چارواکي هم د کوچیانو ستونزې تاییدوي او د حل لپاره ېې د اړینو اقداماتو د ترسره کولو ډاډ ورکوي.

د فراه د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت آمر واحد خان وحیدي، امریکا غږ ته وویل: " له کومه ځایه چې د کوچیانو د ژوند بهیر د ځایي وګړو له ژوند سره توپیر لري، له همدې کبله موږ دوی ته د پولیو واکسین د تطبیق لپاره جلا کړنلاره په پام کې نیولې."

د ښاغلي وحیدي په وینا، دوی د کوچیانو لپاره ځانګړی پروګرام لري او د ګرځنده روغتیایي ټیمونو په ملتیا به په څلورو ولسوالیو کې د پروګرام له مهال ویش سره سم د دوی ماشومان واکسین کري.

د یادونې وړ ده چې د بیلابیلو ستونزو له امله د فراه ولایت په لرې پرتو سیمو کې د ګوزڼ پر وړاندې روانه مبارزه ټکنۍ ښکاري او د چارواکو د جدي پاملرنې تر څنګ د خلکو د پراخې همکارۍ غوښتنه کوي.

روغتیایي متخصصین د پولیو پر وړاندې د بریالۍ مبارزې لپاره تر هر ماشوم پورې د واکسین رسول اړین بولي او کورنیو ته سپارښتنه کوي چې باید په هر کمپاین کې خپل ټول له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان واکسین کړي.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې دوه هغه هېوادونه دي چې لا هم پکې د ګوزڼ ناروغۍ د ماشومانو ژوند ګواښي.

XS
SM
MD
LG