د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیایي چارواکي: فراه ولایت د پولیو د لوړ ګواښ لرونکو ولایتونو په ډله کې دی


انځور: آرشیف
انځور: آرشیف

د فراه ولایت روغتیایي چارواکي وایي چې یاد ولایت لا تر اوسه هم د هغو ولایتونو په کتار کې دی چې د پولیو ویروس ګواښ پکې لوړ دی.

روغتیایي مسؤولین وایي چې د فراه په ګډون د افغانستان په اتو ولایتونو کې د پولیو ویروس د ماشومانو روغتیا ګواښي، او دوی د دغه ګواښ د له منځه وړلو لپاره پوره چمتوالی لري.

په فراه ولایت کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت آمر، ډاکټر نجم الدین بشیري، امریکا غږ ته وویل: ”فراه د پولیو ویروس د لوړ ګواښ لرونکي ولایت بلل کیږي، او موږ په ۲۰۲۳ میلادي کال کې شپږ کمپاینونه په پام کې نیولي چې څلور یې ملي او دوه یې فرعي‌ کمپیانونه دي.“

د نوموړي په وینا، په ټولو ولسوالیو کې د پولیو ضد کمپاینونو له غوره پوښښ څخه برخمن دي، او پدې توګه به د پولیو ناروغۍ د ګواښ کچه راټیټه شي او یا هم په بشپړه توګه له منځه ولاړه شي.

بل لوري ته، د فراه ولایت ځینې قومي مشران د ګوزڼ ناروغۍ له منځه وړل د کورنیو په مسؤولانه چلند پورې تړلې بولي، او یادونه کوي چې د یادې ناروغۍ په وړاندې د ماشومانو واکسینول د ټولنې د ژغورلو په معنا ده.

د فراه ولایت یو تن قومي مشر، فتح محمد انوري، پدې هکله امریکا غږ ته وویل: ”ګوزڼ یو خطرناکه ناروغي ده او په وړاندې یې د ماشومانو واکسینول یو ټولنیز مسؤولیت دی. ټولو کورنیو ته په کار ده چې خپل ماشومان په ټاکلي وخت واکسین کړي، تر څو زموږ ټولنه له دغه ګواښ څخه خلاصون ومومي.“

د نوموړي په وینا، تر هغه چې هره کورنۍ خپل ماشومان په ټاکلي وخت واکسین نکړي، هرومرو به په ټولنه کې د پولیو ویروس ګواښ شتون ولري، او زموږ د ماشومانو ژوند به ننګوي.

روغتیا پالان په ټینګار سره وایي چې د پولیو ناروغۍ درملنه نلري، خو کورنۍ کولای شي خپل له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان د واکسین په واسطه د یادې ناروغۍ په وړاندې وقایه کړي.

XS
SM
MD
LG