د لاس رسي وړ اتصالات

د پولیو په ګډون د ماشومتوب د دورې د ټولو ساري ناروغیو وقایې ته باید جدي پاملرنه وشي – روغتیا پالان


انځور: آرشیف
انځور: آرشیف

د فراه ولایت یو شمېر روغتیا پالان وایي چې د پولیو په ګډون د ماشومتوب د دورې د ټولو ساري ناروغیو وقایې ته باید جدي پاملرنه وشي.

د روغتیا پالانو په وینا، د ټولنې ټول وګړي‌ باید د ماشومتوب د دورې د ساري ناروغیو ترڅنګ، د پولیو ناروغۍ د ناوړه پایلو او د پولیو ضد واکسین د ګټو په اړه اړین معلومات ولري، او باید خپل ماشومان واکسین کړي.

د فراه ولایت د ډاکټرانو د طبي‌ ټولنې رئیس، ډاکټر صلاح الدین احدي، پدې اړه امریکا غږ ته وویل: ”د ګوزڼ په ګډون د ماشومتوب د دورې ډیری ناروغۍ په مستقیم او غیر مستقیم ډول د شخصي او محیطي حفظ الصحې د نه رعایتولو له امله د سرایت وړ دي، چې باید د واکسین په واسطه وقایه شي.“

د نوموړي په وینا، د روغتیایي مبلغینو، رسنیو او د ټولنې د بیلابیلو قشرونو په مرسته د عامه پوهاوي د پروګرامونو ترسره کول، د دې لامل کیږي چې خلک د ګوزڼ او نورو ساري ناروغیو په اړه اړین معلومات ترلاسه کړي، او په مخنیوي کې یې ونډه واخلي.

بل پلو، د ټولنیزو چارو کارپوهان وایي که څه هم د ګوزڼ ناروغۍ درملنه نلري، خو وقایه یې ډیره آسانه ده، او د ټولنې د هر وګړي مسؤولیت بلل کیږي.

د فراه ولایت اوسیدونکي او د ټولنیزو چارو کارپوه، پرویز ریګیوال، امریکا غږ ته وویل: ”د ګوزڼ په وړاندې مبارزه ټولنیز بنسټ لري‌، او تر څو چې ټولې کورنۍ په اتفاق سره خپل ماشومان واکسین نکړي، زموږ د ماشومانو روغتیا به له ګواښ سره مخ وي.

د نوموړي په وینا، د ګوزڼ د مخنیوي یو آسانه کار دی، او کورنۍ کولای شي خپل ماشومان د دوو څاڅکو واکسین په ورکولو سره، له یادې ناروغۍ وژغوري.

روغتیا پالان له کورنیو غواړي چې په کلینیکونو او کمپاینونو کې خپل ټول له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان د پولیو ناروغۍ په وړاندې واکسین کړي، تر څو له تل پاتې معلولیت څخه خوندي پاتې شي.

XS
SM
MD
LG