د لاس رسي وړ اتصالات

چارواکي: جومات په جومات واکسین کې ګڼ شمېر ماشومان له واکسین څخه پاتې کیږي


عکس له آرشیف څخه اخیستل شوی
عکس له آرشیف څخه اخیستل شوی

په فراه کې روغتیایي چارواکي وایي چې د جومات په جومات واکسین کړنلارې په پلي کولو سره به ګڼ شمېر ماشومان له ګوزڼ واکسین څخه پاتې شي.

روغتیا پالان وایي چې د کور په کور کمپاین کړنلاره تر ډیره بریده بریالۍ وه او له چارواکو غواړي چې د بیا تطبیق لپاره ېې خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

د فراه د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت آمر واحد خان وحیدي وایي چې کور په کور کمپاین کې لږ شمېر ماشومان له واکسین څخه پاتې کیدل، خو اوس چې واکسین په جوماتونو کې تطبیق کیږي، ښایي زیات شمېر ماشومان له واکسین څخه محروم شي.

ښاغلي وحیدي امریکا غږ ته وویل: "کور په کور واکسین کې ۱۰ تر ۱۵ سلنه ماشومان له واکسین څخه پاتې‌ کیدل، خو جومات په جومات واکسین کې ښایي له واکسین څخه د پاتې شویو ماشومانو شمېر تر ۵۰ سلنې لوړ شي."

د نوموړي په وینا، دا به ستونزمنه وي چې کورنۍ په هر کمپاین کې خپل ټول ماشومان د واکسین لپاره جوماتونو ته حاضر کړي، نو ځکه دا وضعیت د اندیښنې وړ دی.

په ورته مهال د فراه یو شمېر اوسیدونکي هم د جومات په جومات واکسین کړنلاره له ستونزو ډکه بولي.

د فراه اوسیدونکي محمد عاطف شیرزاد امریکا غږ ته وویل: "ټول خلک نشي کولی چې خپل ماشومان د واکسین لپاره جوماتونو ته یوسي، ځکه دوی یا په کارونو بوخت دي، یا د واکسین په ارزښت نه پوهیږي او یا هم ښځینه وو ته له کوره د وتلو اجازه نه ورکوي."

بل پلو، یو شمېر روغتیا پالان پدې باور دي چې په فراه کې د ګوزڼ واکسین بهیر په مجموع کې له بیلابیلو ننګونو سره مخ دی.

د ساري ناروغیو متخصص، ډاکټر صالح منصف امریکا غږ ته وویل: "که څه هم د کور په کور کمپاین کړنلارې پر وړاندې څه ناڅه ستونزې پرتې وې، خو بیا هم دغه کړنلاره بریالې وه."

نوموړي زیاته کړه، پخوا د ناامنیو له امله د کور په کور واکسین کړنلاره له ستونزو سره مخ وه، خو اوس چې امنیت ټینګ شوی او د عامه پوهاوي کچه لوړه شوې، نو په کار ده چې دغه کړنلاره پلې شي، تر څو هیڅ ماشوم له واکسین څخه پاتې نشي.

دا په داسې حال کې ده چې د فراه ولایت په یو شمېر لرې پرتو سیمو کې د ګوزڼ پر وړاندې روانه مبارزه لا هم له ستونزو سره مخ ده.

XS
SM
MD
LG