د لاس رسي وړ اتصالات

په میدان وردګ ولایت کې د پولیو واکسین څلورم کمپاین پیل شو


په میدان وردګ ولایت کې د پولیو څلوم کمپاین د پیل پر مهال اخیستل شوی انځور
په میدان وردګ ولایت کې د پولیو څلوم کمپاین د پیل پر مهال اخیستل شوی انځور

د میدان وردګ روغتیایي چارواکي وايي چې د طالبانو تر واکمنیدو وروسته د دې ولایت په اووه ولسوالیو کې د پولیو واکسین څلورم کمپاین پیل شو.

د روغتیایي چارواکو په وینا، د غه کمپاین به د بهسودو ولسوالۍ پرته د میدان وردګ ولایت په ټولو (اووه) ولسوالیو کې پلی شي او د ژمی په ختمیدو سره به په بهسودو کې هم تطبیق شي.

په میدان وردګ کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا رئيس، ډاکټر ځرک زیرک وایي دوی اوس کولی شې چې د کور په کور کمپاین له لارې تر هر ماشوم پورې واکسین ورسوي.

ډاکټر ځرک زیرک امریکا غږ ته وویل: "پخوا د پولیو واکسین په اړه د منفې تبلیغاتو له کبله او په ولسونو کې د واکسین په هلکه د ناسمو ذهنیتونو د شتون له امله ګن شمېر ماشومان له واکسین څخه پاتې کیدل."

ښاغلي زیرک زیاته کړه، له نیکه مرغه اوس دغه ناسم باورونه له منځه تللي او دوی هڅه کوي چې د سیمې د مخورو او دیني عالمانو په همکارۍ په لرې پرتو سیمو کې د کور په کور کمپاین له لارې ټولو له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومانو ته د پولیو واکسین څاڅکي ورسوي.

په میدان وردګ کې د طالبانو د حکومت والي، حافظ محمد امین عمري وویل: "زما ټولو کورنیو ته دا پیغام ده چې خپل له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان واکسین کړي او د بېلابېلو ناروغیو د مخنیوي په اړه د روغتیا پالانو لارښوونې په پام کې ونیسي."

نوموړي د میدان وردګ ولایت د عامې روغتیا ریاست له مسؤولیو او روغتیا پالانو څخه مننه وکړه چې په سختو شرایطو کې ېې د ناروغانو درملنه کړې او ماشومانو ته ېې د واکسین څاڅکي رسولي.

بل لوري ته د میدان ورګ ولایت اوسیدونکي د پولیو واکسین د کمپاینونو له پیل څخه خوښ دي او هغه یو نیک اقدام بولي.

د میدان ښار اوسیدونکې زرغونې امریکا غږ ته وویل: "د طالبانو په راتګ سره اوس د واکسین ټیمونه کولی شي په ډاډ سره لرې پرتو سیمو ته ولاړ شي او په منظم ډول ماشومان واکسین کړي."

نوموړې زیاته کړه، پخوا به د امنیتي ستونزو او ځینو نورو محدودیتونو له کبله زیات شمېر ماشومان له واکسین څخه پاتې کیدل، خو اوس چې دغه ستونزې هوارې شوي خلک خوښ دي او په کمپاینونو کې خپل ماشومان واکسنیوي.

د یادونې وړ ده چې د روان میلادي کال د پولیو لومړنۍ مثبته پېښه د پکتیکا ولایت په ډیله ولسوالۍ کې تثبیت شوه او یو ځل بیا ېې په افغانستان کې د پولیو ویروس شتون تایید کړ.

XS
SM
MD
LG