د لاس رسي وړ اتصالات

غزني کې ځیني کورنۍ له واکسین څخه پاتې ماشومان په روغتیایي مرکزونو کې واکسینوي


په غزني ولایت کې د پولیو ضد کمپاین په ترڅ کې یو هلک د پولیو واکسین څاڅکي ترلاسه کوي.
په غزني ولایت کې د پولیو ضد کمپاین په ترڅ کې یو هلک د پولیو واکسین څاڅکي ترلاسه کوي.

په غزنی ولایت کې یو شمېر کورنۍ وایي کله چې د دوی ماشومان په کمپاینونو کې له واکسین څخه پاتې کیږي، نو خامخا ېې په روغتیایي مرکزونو کې واکسینوي.

دا هغه کورنۍ دي چې څه نا څه د ګوزڼ ضد واکسین د ګټو په اړه پوهاوی لري او په هیڅ صورت نه غواړي چې ماشومان ېې له واکسین څخه د پاتې کیدو له امله د پولیو په خطرناکه ناروغي اخته شي.

د غزني د ارباب‌ها د سیمې اوسیدونکې ګل څانګې په دې هکله امریکا غږ ته داسې وویل: " زموږ سیمې ته واکسیناتوران راغلي و او د جومات د لوډسپیکر له لارې ېې اعلان هم کړی ؤ، خو له بده مرغه چې موږ نه وه اوریدلی او ماشوم مو له واکسین څخه پاتې شو."

نوموړې زیاته کړه، اوس د واکسین ټیمونه د دوی کلیو ته ورځي او ماشومان واکسینوي، خو کله نا کله چې ځیني ماشومان له واکسین څخه پاتې شي میندې او پلرونه ېې د واکسین لپاره ولایتي روغتون ته وړي.

اغلې ګل څانګې خپل درې کلن زوی چې په کمپاین کې له واکسین څخه پاتې شوی ؤ د غزنې ولایتي روغتون ته د ګوزڼ ضد واکسین د تطبیق لپاره راوستی.

د غزني ښار د پشتون آباد د سیمې اوسیدونکې ګل اندامه چې د ګوزڼ په هکله معلومات لري وایي چې دا یوه خطرناکه ناروغي ده، خو د واکسین په واسطه ېې مخنیوی کیدی شي.

اغلې ګل اندامه له کورنیو غواړي چې خپل ماشومان په وخت واکسین کړي، ځکه واکسین نه یواځې دا چې ماشومانو ته زیان نه رسوي، بلکه هغوی له ناروغۍ څخه ژغوري.

په غزني ولایت کې د کوچنیانو د ناروغیو متخصص، ډاکټر محمد مهدي بهادري امریکا غږ ته وویل: " اوس هم په لري پرتو سیمو کې ځیني کورنۍ شته چې د ماشومانو له واکسین سره مخالفت کوي."

ښاغلي بهادري زیاته کړه، په لرې پرتو سیمو کې د پولیو واکسین پر وړاندې د ناسمو افکارو او ناسمو باورونو د شتون له امله ځینې کورنۍ نه غواړي چې خپل ماشومان واکسین کړي.

د روغتیا پالانو په وینا، که څه هم اوس د ګوزن ضد واکسین لپاره د کورنيو لیوالتیا زیاته شوې، خو لا هم داسې کورنۍ شته چې د واکسین په اړه د ناسمو تبلیغاتو تر اغیزې لاندې راغلي او خپل ماشومان نه واکسینوي.

XS
SM
MD
LG