د لاس رسي وړ اتصالات

د پولیو ضد مبارزه کې د ارزګان د خلکو ونډه زیاته شوې- چارواکي


انخور: آرشیف
انخور: آرشیف

د پوليو پروګرام مسؤولین وايي چې په ارزګان ولایت کې د پولیو پرضد مبارزه کې د کورنیو او ولسي خلکو مرسته تر پخوا زیاته شوې.

ارزګان ولایت په تېرو کلونو کې د ګوزڼ څو پېښي لرلې چې لا یې هم په چاپیریال کې د وېروس موجودیت د ماشومانو روغتیا ته جدي ګواښ بلل کیږي.

په نوموړي ولایت کې نږدې ۲۰۰زره ماشومان په پام کې نیول شوي چې د پولیو واکسین ورته وشي، دوی د اوږدې مودې لپاره له واکسین څخه محروم پاتې شوي.

په افغانستان کې د پولیو پر ضد د مبارزې بیړني مرکز مشر، ډاکتر نیک ولي شاه مومن وايي چې د کورنیو او ولسي مشرانو په مرسته توانیدلي چې په مرکز او ټولو لیرې پرتو سیمو کې واکسین عملي کړي.

نوموړي امریکا غږ ته وویل: "مونږ له ټولو هغو والدینو، قومي مشرانو، عالمانو او متنفذینو څخه مننه کوو چې په دې برخه کې مونږ سره مرسته کوي. څومړه چې دا همکاري زیاته شي، په هماغه اندازه به ټولو ماشومانو ته واکسین په وخت ورسیږي."

په ورته وخت کې د ارزګان ولایت اوسیدونکي وايي چې اوس دوی د پولیو د واکسین په ارزښت پوهیږي او په هر کمپاین کې خپلو ماشومانو ته واکسین عملي کوي.

دغه راز دوی له صحي مسؤولینو غوښتنه لري چې‌ د پولیو واکسین تر څنګ د نورو ناروغیو په درملنه کې هم دوی ته امکانات برابر کړي.

د ارزګان اوسیدونکي، فرید احمد بیا امریکا غږ ته داسې وویل: "د ارزګان اوسیدونکي د پولیو په ارزښت پوه شوي او مونږ تل کوښښ کوو چې د کمپاین پر مهال خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین ورکوو."

نوموړی له مسؤولینو غواړي چې د پولیو واکسین ترڅنګ د نورو ناروغیو د مخنوي په برخه کې هم هڅې وکړي. په ورته وخت کې له پولیو پروګرام سره مرسته کونکي بنسټونه بیا وايي چې دوی د پوليو تر څنګ د عمومي روغتیا په برخه کې هم صحي پروګرامونه لري.

د یونسیف د پوليو د پروګرام د عامه اړیکو مسؤول، سید کمال شاه سید يې په اړه داسې وایي: د پوليو د لمنځه وړلو پروګرام کې يونيسف د عامه پوهاوي مسؤولیت لري ترڅو خلکو ته پوهاوی ورکړي او هغوی خپلو ماشومانو ته واکسين تطبیق کړي.

ښاغلي کمال شاه زیاته ګړه، د دې ترڅنګ د واکسين راوړل د هغه ساتل او بيا هغه تر ماشومانو رسول د يونيسف مسؤولیت دی او په افغانستان کې په دې برخه کې پوره مرسته کوي.

د نوموړي به وینا، د دې ترڅنګ د نورو روغتيايي پروګرامونه لکه د ماشومتوب د دورې د واکسينونو تطبیق هم د يونيسف په مرسته کیږي، ترڅو ټول ماشومان د پوليو ترڅنګ له نورو ناروغيو هم وژغورل شي.

ډاکتران وايي چې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغي علاج نلري او مخنیوی یې یوازي د پوليو واکسین له لارې‌ کیدای شي.

XS
SM
MD
LG