د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې په روان کال کې د پولیو لومړۍ پیښه ثبت شوې


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت د ننګرهار د ولایت د بټي کوټ په ولسوالۍ کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو د یوې نوې مثبتې پيښې د ثبت خبر ورکړی دی.

دا په روان ۲۰۲۳ میلادي کال کې د پولیو ناروغۍ لومړۍ پېښه ده چې د جمعې په ورځ مۍ ۱۲ (ثور ۲۲) د ننګرهار په ولایت کې ثبت شوه.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې یونیسف د عامه اړیکو مسوول کمال شاه سید هم امریکا غږ ته دا پیښه تایید کړې ده.

ددې پیښې د ثبت وړاندې په ننګرهار کې څو ځلې د ماشومانو د ګوزڼ د ویروس محیطي نمونې مثبت ختلې وې ، چې له امله یې د عامې روغتیا وزارت او د روغتیا په سکټور کې بوختو نړیوالو موسسو په ختیځ کې ځانګړي کمپاینونه تر سره کړل.

په تیر۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې د پولیودوه مثبتې پیښې ثبت شوې وې. په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د پولیو څلور مثبتې پیښې ثبت شوې وې.

د عامې روغتیا وزارت په یوه اعلامیه کې د پولیو له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز مسئول، ډاکټر نیک ولي شاه مومن له قوله ویل شوي، چې په پولیو ناروغۍ اخته شوی ماشوم څلور کاله عمر لري او د ننګرهار ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ اوسېدونکی دی.

ښاغلي مومن ویلی: "مونږ د هېواد په بېلابېلو سیمو په ځانګړې توګه په ننګرهار ولایت کې د پولیو واکسین دوامدار کمپاینونه ترسره کړي او سږ کال مو هم دغه ډول کمپاینونه په پام کې نیولي دي. موږ د پولیو ناروغۍ په له منځه وړلو کې د پخوا په پرتله ډېر پرمختګ کړی او د هېواد ټولو سیمو ته د پولیو واکسین په رسولو سره موږ کولی شو چې ګران هېواد له دغې بدمرغې ناروغۍ څخه په بشپړه توګه خلاص کړو."

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې دغه وزارت د اړوندو نړیوالیو ادارو په همکارۍ د پولیو واکسین فرعي کمپاین په دې اونۍ کې پلی کوي چې په ترڅ کې به یې څه باندې ۶.۴ میلیونه ماشومان ددې ناروغۍ په واندې واکسین شي.

دغه کمپاین د روانې اونۍ له دوشنبې د ثور میاشتې له ۲۵ نه تر ۲۸ نیټې پورې د افغانستان د ۲۳ ولایتونو اړوند په ۲۱۷ ولسوالیو کې پلی شي.

ډاکټران وايي، چې پولیو یوه ویروسي ناروغۍ ده چې درملنه نه لري او یوازې د واکسین په واسطه د مخنيوي وړ ده. دغه ناورغي زیاتره په ماشومانو کې خپریږي او د دایمي فلج یا مړینې لامل کېږي. ددې ناروغۍ مخنیوی او له منځه وړل یوازې د ماشومانو د واکسین کولو له لارې شونی دی چې د کمپاین په هر پړاو کې واکسین شي.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هیوادونه دي، چې اوس هم کې د پولیو ویروس د ماشومانو ژوند ګواښوي.

XS
SM
MD
LG