د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیا پالان: نړیواله ټولنه دې د پولیو تر بشپړ له منځه وړلو پورې خپلې مرستې جاري وساتي


انځور: آرشیف
انځور: آرشیف

په کابل کې یو شمېر روغتیا پالان وایي چې نړیواله ټولنه دې په افغانستان کې د پولیو تر بشپړ له منځه وړلو پورې خپلې مرستې جاري وساتي، او د عامې روغتیا له وزارت سره دې همکاري وکړي.

د روغتیا پالانو په وینا، د نړیوالو روغتیایي مرستندویه بنسټونو او د عامې روغتیا وزارت تر منځ همغږي او همکاري به د دې لامل شي چې د پولیو ناروغۍ ټغر د تل لپاره له افغانستان څخه ټول شي.

د کابل په فرانسویانو روغتون کې د کوچنیانو د ناروغیو متخصص، ډاکټر عصمت الله عاصم، امریکا غږ ته وویل: ”زه د یوه ډاکټر په توګه ویلی شم چې نړیوال مرستندویه بنسټونه، په ځانګړي ډول هغه ادارې چې د روغتیا په برخه کې کار کوي، باید پدې حساس وخت کې افغانستان هېر نکړي.

د نوموړي په وینا، که چیرې همکاري موجوده وي او له افغانستان سره د پولیو په له منځه وړلو کې اړینې مرستې وشي، ‌ډیر ژر به د پولیو ناروغۍ له افغانستان څخه محوه شي، او افغان ماشومان به له تل پاتې معلولیت څخه خلاصون ومومي.

بل لوري ته، د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د مالي صندوق یا یونیسف اداره وایي چې په افغانستان کې د پولیو په اړه د عامه پوهاوي کچه د پخوا په پرتله لوړه شوې.

په کابل کې د یونیسف ادارې د عامه اړیکو مسؤول، سید کمال شاه سید، پدې هکله امریکا غږ ته داسې وویل: ”که څه هم په افغانستان د پولیو په اړه د عامه پوهاوي کچه تر پخوا لوړه شوې، خو لا هم اړتیا لیدل کیږي چې خلکو ته پوهاوی ورکړل شي، په ځانګړي ډول هغو کورنیو ته چې د ناسمو باورونو ښکار ګرځیدلي، او خپل ماشومان نه واکسینوي.

د نوموړي په وینا، د یونیسف د عامه پوهاوي پروګرامونه د روغتیایي مبلغینو، دیني عالمانو، قومي مخورو او رسنیو په مرسته ترسره کیږي، او په راتلونکي کې به هم دوام ولري.

ښاغلي سید زیاته کړه: ”موږ خپلې هلې ځلې جاري ساتو، او تمه لرو چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې د پام وړ لاسته راوړنې ولرو، او پدې توګه د پولیو ویروس د خپریدو مخنیوی وکړو.

د یادونې وړ ده چې پولیو ناروغۍ ته د روغتیا پالانو او خلکو پاملرنه ځکه زیاته شوې چی پدې وروستیو کې د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې د یادې ناروغۍ څلور پرله پسې مثبتې پېښې ثبت شوي.

XS
SM
MD
LG