د لاس رسي وړ اتصالات

د فراه ولایت ډاکټران: په افغانستان کې د پولیو تازه پېښو اندیښمن کړي یو


د ۲۰۲۳ کال د پولیو ضد کمپاین
د ۲۰۲۳ کال د پولیو ضد کمپاین

د فراه ولایت یو شمېر ډاکټران وایي چې دوی د افغانستان په ختیځ کې د پولیو د تازه پېښو له امله اندیښمن شوي. دوی ددې پیښو رامنځته کیدل د افغان ماشومانو لپاره لوی ګواښ بولي.

دوی په ننګرهار کې د پولیو د تازه پېښو رامنځته کیدو او د پولیو ویروس د چټک خپریدو ماهیت ته په کتو سره وایي، که چیرې ټول ماشومان په سمه توګه واکسین نشي، ښایي په لنډه موده کې ګڼ شمېر ماشومان په یاده ناروغۍ اخته شي.

په فراه ولایت کې د ډاکترانو د طبي ټولنې غړي، ډاکټر محمد عارف زلال، امریکا غږ ته وویل: ”پولیو یوه شدیده ساري ناروغي ده چې په چټکۍ سره خپریږي. پدې وروستیو کې په ننګرهار ولایت کې د یادې ناروغۍ څو نوې پېښې ثبت شوي، او له بده مرغه دا احتمال شته چې د افغانستان نورو سیمو ته هم سرایت وکړي.“

د نوموړي په وینا، که چیرې په ټول افغانستان کې ټول له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان په منظم ډول واکسین نشي، ګڼ شمېر تنکي ماشومان به له تل پاتې معلولیت او مړینې سره مخامخ شي.

په فراه ولایت کې د کوچنیانو د ناروغیو متخصص، ډاکټر عبدالغفار رحماني، بیا خپل نظر داسې شریکوي: ”موږ له ټولو کورنیو غواړو چې خپل ټول له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان واکسین کړي، او روغتیایي کارکوونکي، قومي مشران، دیني عالمان او ټولنیز فعالان باید د اغیزناکو کمپاینونو په ترسره کولو کې مرسته وکړي.“

په ورته مهال، د فراه ولایت ځینې قومي مشران د ډاکټرانو دغه اندېښنه پر ځای بولي او ډاډ ورکوي چې د ګوزڼ ضد کمپاینونو په ترسره کولو کې به خپله مرسته ونه سپموي.

د فراه ولایت د فراه رود ولسوالۍ یو تن اوسیدونکي او قومي مشر، محمد نعیم، امریکا غږ ته وویل: ”مونږ تل خپل خلک د ماشومانو واکسینولو ته هڅولي، ځکه ډاکټران وایي چې ګوزڼ درملنه نلري او ټولې کورنۍ باید خپل ماشومان واکسین کړي. اوس هم د یادې ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره هر ډول همکاري ته حاضر یو.“

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت هم د پولیو د تازه مثبتو پېښو وروسته، له کورنیو غوښتي چې خپل ټول له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان په کمپاینونو او کلینیکونو کې واکسین کړي.

XS
SM
MD
LG