د لاس رسي وړ اتصالات

د ننګرهار په دور بابا ولسوالۍ کې د ګوزن مثبته پېښه ثبت شوه


انځور: آرشیف
انځور: آرشیف

د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د روان کال د پولیو پنځمه مثبته پېښه هم ددې ولایت په دوربابا ولسوالۍ کې ثبت شوه.

په افغانستان کې د یونیسف اداره تائیدوي چې دا پېښه نن د جوزا په اته ویشتم (جون ۱۸( رامنځ ته شوې ده.

په افغانستان کې د یونیسف د عامه اړیکو مسوؤل، کمال شاه سید امریکا غږ سره په خبرو کې د پولیو د دغې مثبتې پېښې د رامنځ ته کیدلو پخلی کړی دی.

د نوموړي په وینا، په روان کال کې په ټول افغانستان کې د پولیو پنځه پېښې مثبتې شوي چې ټولې یې په ننګرهار کې دي.

ښاغلي کمال شاه وویل: "اوس چې موسم ګرم دی له بل هر وخت د پولیو د ناروغۍ خپریدو ته زمینه برابره ده او امکان شته چې په راتلوونکي کې یاده ناروغي نورو ولسوالیو او ولایتونو ته هم وغځېږي او ګڼ شمیر ماشومان پرې اخته شي."

نوموړي زیاته کړه، یاده ناروغي اوس په ختیځه حوزه کې په لوی ګواښ بدله شوې خو هڅه کوو څو یې د مخنوي لپاره هغه څه ترسره کړو چې عاجله اړتیا ورته لیدل کېږي.

نوموړي امریکا غږ سره په خبرو کې خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړه او وویل: "د ننګرهار په دور بابا ولسوالۍ کې د پولیو پنځمه پېښه داسې مهال رامنځ ته کېږي چې له دې وړاندې په کوټ، بټي کوټ، نازیان او بهسودو کې هم یوه یوه مثبته پېښه رامنځ ته شوې وه چې خلک یې اندېښمن کړي وو."

خو په کابل کې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ډاډ ښودلی چې پوره هڅې یې روانې کړي تر څو یاده ناروغي محوه کړي.

XS
SM
MD
LG