د لاس رسي وړ اتصالات

لا هم یو شمېر کورنۍ خپل ماشومان نه واکسینوي – روغتیایي چارواکي


انځور: آرشیف
انځور: آرشیف

د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام چارواکي وایي چې د افغانستان په جنوبي حوزه کې لا هم یو شمېر کورنۍ شته چې خپل ماشومان نه واکسینوي، او دې ټکي دوی اندېښمن کړي.

که څه هم سږکال په جنوبي ولایتونو کې د پولیو کومه مثبته پېښه نده ترسترګو شوې، خو د یادې حوزې د پولیو د له منځه وړلو چارواکي وایي چې د پولیو ناروغۍ د جدي ګواښ سربیره، لا هم یو شمېر کورنۍ د خپلو ماشومانو له واکسینولو ډډه کوي.

د جنوبي حوزې د پولیو د له منځه وړلو د بیړني عملیاتي مرکز مسوؤل، ډاکټر صدیق الله پتیال، امریکا غږ ته وویل: ”له واکسین څخه د ماشومانو د پاتې کیدو یواځنی علت د کورنیو بیغوري ده، ځکه یو شمېر کورنۍ یا خپل ماشومان له خوبه نه پاڅوي او واکسیناتورانو ته ېې له کوره نه راکاږي، او یا یې هم تر روغتیایي مرکزونو پورې د واکسین لپاره نه وړي.“

نوموړي اندېښنه څرګنده کړه چې که چیرې دا حالت په همدې توګه دوام ومومي، ښایي په یاده حوزه کې د پولیو نوې پېښې رامنځته شي.

ښاغلي پتیال زیاته کړه: ”د هوا په تودیدو سره د پولیو او نورو ساري ناروغیو د خپریدو احتمال زیات وي. موږ له کورنیو غواړو چې خپل ماشومان د پولیو ناروغۍ په وړاندې واکسین کړي، تر څو د پولیو ویروس هغو سیمو ته چې د کلونو هڅو په پایله کې له ګوزڼ څخه پاکې شوي، سرایت ونکړي.“

بل لوري ته، د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام همکار بنسټونه وایي چې دوی هڅه کوي له هره پلوه داسې امکانات برابر کړي چې تر هر ماشوم پورې د پولیو ضد واکسین څاڅکي ورسول شي.

په کابل کې د یونیسف ادارې د عامه اړیکو مسؤول، سید کمال شاه سید، امریکا غږ ته وویل: ”د بیلابیلو امکاناتو سربیره، لا هم ترسترګو کیږي چې د یو لړ ستونزو له کبله په ځینو سیمو کې د پولیو واکسین د تطبیق بهېر له غوره کیفیت څخه برخمن ندی.“

د نوموړي په وینا، په هغو سیمو کې چې کمپاینونه په سمه توګه نه ترسره کیږي، هلته ماشومان له واکسین څخه پاتی کیږي نو پدې سیمو کې باید کورنۍ خپل ماشومان په روغتیایي مرکزونه کې واکسین کړي، تر څو د پولیو د ناعلاجه ناروغۍ په وړاندې وقایه شي.

که څه هم د نړیوالو روغتیايي ادارو په مالي مرسته، په وروستیو کلنو کې په افغانستان کې د پولیو د له منځه وړلو هڅې ګرندۍ شوي، خو په لنډه موده کې په ننګرهار ولایت کې د یادې ناروغي د پنځو پرله پسې مثبتو پېښو رامنځته کیدو، د دوی اندېښنې هم راپارولي.

افغانستان او پاکستان د نړۍ په کچه هغه دوه هېوادونه دي چې د پولیو ویروس ېې لا هم د میلیونونو ماشومانو ژوند ګواښي.

XS
SM
MD
LG