د لاس رسي وړ اتصالات

د کندز ولسي مشران د پولیو د له منځه وړلو د هڅو ستاینه کوي


انځور: آرشیف
انځور: آرشیف

د کندز ولایت یو شمېر ولسي مشران د پولیو په له منځه وړلو کې د روغتیایي بنسټونو د هڅو ستاینه کوي، او وایي چې پدې ولایت کې د پخوا په پرتله د یادې ناروغۍ پېښې کمې شوي.

دغه مشران د ګوزڼ د پېښو د ګراف د ټیټوالي سربیره له ټولو کورنیو غواړي چې د خپلو ماشومانو د روغتیا او د پولیو ویروس د خپریدو د مخنیوي په موخه دې خپل ماشومان واکسین کړي.

د کندز ولایت یو تن قومي مشر، آغامیر ناصري، امریکا غږ ته وویل: ”کندز ولایت کې په کمپاینونو، کلینیکونو او روغتونونو کې ماشومان په منظم ډول واکسین کیږي، او همدا لامل دې چې له نیکه مرغه اوس مهال د ګوزڼ پېښې نه ترسترګو کیږي.“

د نوموړي په وینا، د ګوزڼ سره مبارزه د ټولنې د هر وګړي مسؤولیت دی، او ټولې کورنۍ باید خپل ماشومان په کمپاینونو او روغتیایي مرکزونو کې واکسین کړي، ترڅو د یادې ناروغۍ په وړاندې وقایه شي.

د کندز ولایت بل اوسېدونکی، صدیق الله، بیا خپل نظر داسې شریکوي: ”لا هم په یو شمېر لیرې پرتو سیمو کې ځینې کورنۍ شته چې د ګوزڼ ضد واکسین له تطبیق سره مخالفت کوي، نو په کار ده چې د عامې روغتیا وزارت له لوري په کلیو او باڼدو کې د یاد واکسین د ګټو په اړه د عامه پوهاوي پراګرامونه ترسره کړي.“

په ورته مهال، د کندز ولایت روغتیایي مسؤولین د پولیو ناروغۍ په مخنیوي کې د ولسي مشرانو او دیني عالمانو رول مهم ارزوي، او د دوی د لا زیاتې همکارۍ غوښتونکي دي.

په کندز کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت مسؤول، ډاکټر غلام جیلاني عطایي، امریکا غږ ته وویل: ”د پولیو ضد واکسین د منظم تطبیق په برخه کې او ټولو ماشومانو ته د واکسین په رسولو کې د کورنیو تر څنګ، د ولسي مشرانو او دیني عالمانو رول مهم دی او دوی باید خپله همکاري ونه سپموي.“

د نوموړي په وینا، که چیرې ولسي مشران او دیني عالمان په همدې توګه خپلې همکارۍ ته په راتلونکي کې دوام ورکړي، ډیر ژر به پولیو ناروغۍ په بشپړه توګه په کندز ولایت کې محوه شي.

روغتیا پالان وایي چې پولیو یوه ناعلاجه او خطرناکه ناروغي ده، او باید ټول له پنځه کالو څخه کم عمره ماشومان یې په وړاندې واکسین شي، تر څو له تل پاتې معلولیت څخه خلاصون ومومي.

XS
SM
MD
LG