د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیایي چارواکي: نورستان کې لا هم سلګونه کورنۍ خپل ماشومان نه واکسینوي


د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر د میاشتې د ګوزڼ ضد کمپاین
د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر د میاشتې د ګوزڼ ضد کمپاین

د نورستان ولایت روغتیایي چارواکي وایي چې پدې ولایت کې لا هم سلګونه کورنۍ شته چې د پوهاوي د کچې د ټیټوالي له امله د پولیو ضد واکسین ته د شک په سترګه ګوري او خپل ماشومان نه واکسینوي.

دوی وایي نورستان کې د روغتیا‌ ساتنې په برخه کې لږ کار شوی، او له همدې کبله لا هم یو شمېر کورنۍ د واکسین په ګټو نه پوهېږي او په ټاکلي وخت خپل ماشومان نه واکسینوي.

په نورستان کی د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت د پروګرام مشر، محمد آصف فضلي، امریکا غږ ته وویل: ”سږ کال لا تر اوسه په نورستان کې د پولیو ضد مبارزه ښه روانه ده، خو داسې اټکل کیږي چې د ژمي په موسم کې به ځینې لارې وتړل شي او لیرې پرتو سیمو ته به د واکسین د رسولو بهیر له خنډ سره مخ کړي.“

د نوموړي په وینا، په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د مالي صندوق یا یونیسف ادارې په مرسته یواځې د نورستان ولایت په مرکز پارون او د کامدېش او برګمتال په ولسوالیو کې د ټولنې د همکارې غونډې ترسره شوي، خو دوی په پام کې لري چې دا ډول غوندې په ټولو ولسوالیو کې ترسره کړي.

ښاغلي فضلي زیاته کړه: ”موږ په تېر کمپاین کې ۵۳۶ تنه ماشومان ثبت کړي چې کورنیو یې د واکسینولو اجازه نده ورکړې، چی زیات شمېر یې د نورستان په ختیځ، کامدېش او برګمتال ولسوالیو کې ثبت شوي.“

د نوموړي په وینا، دوی په نورستان کې له دوو ستونزو سره لاس او ګریوان دي: لومړۍ ستونزه د عامه پوهاوي د کچې ټیټوالی او دویمه ستونزه د واکسیناتورانو د استخدام په بهیر کې لاسوهنه ده.

د نورستان ولایت دوه تنه اوسېدونکي، صاحب داد همدرد او حاجي قیام‌الدین بیا پر ټولو کورنیو غږ کوي چې په کمپاینونو کې له واکسیناتورانو سره همکاري وکړي، تر څو هیڅ ماشوم له واکسین څخه پاتې نشي.

روغتیا پالان ټینګار کوي چې له پولیو ناروغۍ څخه د خلاصون یواځنۍ لاره، ماشومانو ته د دوو څاڅکو واکسین ورکول دي.

XS
SM
MD
LG