د لاس رسي وړ اتصالات

په ټول افغانستان کې د پولیو ضد کمپاین پیل شو


انځور: آرشیف
انځور: آرشیف

روغتیایي چارواکي وایي چې نن دوشنبه د مارچ ۱۳ (د کب ۲۲) نیټه د افغانستان په ۳۱ ولایتونو کې د پولیو ضد کمپاین پیل شو.

د طالبانو د حکومت د پولیو د له منځه وړلو د بیړني عملیاتي مرکز مسؤولین وایي چې پدې تازه پیل شوي کمپاین کې به کابو ۹.۴ میلیونه له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین او د ویټامین (A) کپسول ورکړل شي.

په کابل کې د طالبانو د حکومت د پولیو د له منځه وړلو د بیړني عملیاتي مرکز مسؤول، ډاکټر نیک ولي شاه مومن، امریکا غږ ته وویل: ”دا څلور ورځنی کمپاین دی، چې په لومړیو دریوو ورځو کې واکسیناتوران د کورونو تر شا ورځي او له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان واکسینوي، او په څلورمه ورځ له واکسین څخه پاتې شوي ماشومانو ته واکسین تطبیق کیږي.“

د نوموړي په وینا، د ګوزڼ ضد دغه کمپاین په ۳۱ ولایتونو کې پیل شوی، او په پاتې دریوو ولایتونو کې به یوه اونۍ وروسته پیل شي.

ښاغلي مومن زیاته کړه: ”زما غوښتنه له کورنیو، په ځانګړي ډول له میندو او پلرونو څخه دا ده چې له واکسیناتورانو سره همکاري وکړي، او خپل ټول له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان واکسین کړي، تر څو د پولیو له ناعلاجه ناروغۍ څخه خوندي پاتې شي.“

د کابل یو تن اوسیدونکي، خالد، پدی هکله امریکا غږ ته وویل: ”ما نن خپل ټول ماشومان واکسین کړل، تر څو له ګوزڼ ناروغۍ څخه خوندي پاتې شي. زه له ټولو هیوادوالو غواړم چې زموږ د ماشومانو د ښه راتلونکي لپاره دې پدې کمپاین کې برخه واخلي، او خپل ماشومان دې واکسین کړي.“

د نوموړي په وینا، د پولیو مخنیوی یواځې د عامې روغتیا وزارت او د پولیو ضد مبارزې د اړوندو ادارو دنده نده، بلکه ټول خلک باید پکې برخه واخلي او خپل مسؤولیت ادا کړي.

روغتیا پالان د پولیو ناروغۍ په له منځه وړلو کې د میندو او پلرونو اغیزناک رول ته په کتو سره له هغوی غواړي چې د دوه څاڅکو واکسین په ورکولو سره د خپلو ماشومانو ژوند وژغوري.

XS
SM
MD
LG