د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې لاهم ګڼ شمېر کورنۍ د ماشومانو واکسین ته پاملرنه نکوي - روغتیایي مسولین


د پولیو ضد کمپاین په ترڅ کې یو ماشوم د پولیو واکسین څاڅکي ترلاسه کوي.
د پولیو ضد کمپاین په ترڅ کې یو ماشوم د پولیو واکسین څاڅکي ترلاسه کوي.

د کندهار ولایت د پوليو د له منځه وړلو د بیړني مرکز مسؤولین وايي چې لاهم ګڼ شمېر کورنۍ د خپلو ماشومانو واکسین ته پاملرنه نکوي.

دوی وایي چې په افغانستان کې د پوليو ضد مبارزه یو لومړیتوب دی او کورنۍ باید په هر کمپاین کې خپل ټول له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان واکسین کړي.

په کندهار کې د پوليو د له منځه وړلو د بیړني مرکز مشر، ډاکټر صدیق الله پتیال، پدې هکله امریکا غږ ته وویل: ”ګڼ شمېر میندې او پلرونه د خپلو ماشومانو روغتیا ته لازمه پاملرنه نکوي او لاهم د پولیو ضد واکسین ته د شک په سترګه ګوري.“

د نوموړي په وینا، کله چې د ماشومانو روغتیا او په تیره بیا د پولیو ضد واکسین ته د نه پاملرنې له امله د دا ډول میندو او پلرونو ماشومان په پولیو ناروغي اخته شي او دوی پدې پوه شي چې یاده ناروغي درملنه نلري، بیا پښیماني هیڅ ګټه نلري.

ښاغلي پتیال زیاته کړه: ”د نړیوالو مرستندویه ادارو په مالي مرسته د پوليو سربیره د نورو ناروغیو پر ضد هم واکسینونه تطبیق کیږي، چې باید کورنۍ له دې فرصت څخه ګټه پورته کړي او خپل ماشومان د ماشومتوب د دورې د ګواښوونکو ناروغیو پر وړاندې واکسین کړي.“

په ورته مهال د کندهار یو شمېر اوسیدونکي بیا وایي چې دوی د واکسین پر ارزښت او ګټو پوهیږي، خو غوښتنه لري چې د جومات په جومات واکسین په ځای کور په کور واکسین تطبیق شي.

د کندهار ښار اوسیدونکي، سید محمد، امریکا غږ ته داسې وویل: ”موږ د ورځې له خوا په خپلو دندو او کارونو بوخت یو او نشو کولای چې خپل ماشومان جوماتونو ته د واکسین لپاره یوسو. له همدې کبله له چارواکو غواړو چې کور په کور واکسین بیا پیل کړي، تر څو زموږ ماشومان له ګوزڼ څخه وژغورل شي.“

روغتیایي مسؤولین یادونه کوي چې د افغانستان په سویلي ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین د هدف وړ ماشومانو شمېر یونیم میلیونه ته رسیږي، خو له بده مرغه چې د زیاتو هڅو سربیره په تېرو کلونو کې د هدف وړ ماشومانو ته واکسین ندی رسیدلی.

XS
SM
MD
LG