د لاس رسي وړ اتصالات

د یو ګوزڼ وهلي ماشوم پلار: د خپل زوی راتلونکي ته ډیر اندیښمن یم


په کندهار کې په پولیو اخته ماشوم، ولی محمد
په کندهار کې په پولیو اخته ماشوم، ولی محمد

کندهار کې د یو ګوزڼ وهلي ماشوم پلار وایي چې د هرې ورځې په تیریدو سره یې د خپل زوی راتلونکي ته اندېښنه زیاتیږي.

د کندهار ښار اوسیدونکی، ۱۳ کلن ولي محمد، په درې کلنی کې په ګوزڼ ناروغۍ اخته شوی او د معلولیت تر څنګ له زیاتو ستونزو سره لاس او ګریوان دی.

د ولي محمد پلار، احمد شاه آغا، وایي چې د ګوزڼ وهلي زوی د درملنې لپاره یې زیاته هڅه کړې، خو له بده مرغه چې کوښښونو یې هیڅ ځای ندی نیولی.

نوموړی د خپل له کړاونو ډک ژوند کیسه له نورو سره شریکوي او پر کورنیو غږ کوي چې د خپلو ماشومانو واکسین ته ځانګړې پاملرنه وکړي، تر څو له تلپاتې معلولیت څخه وژغورل شي.

ښاغلي احمد شاه آغا، امریکا غږ ته وویل: ”زما زوی په درې کلنی کې په ګوزن اخته شو او څه باندې ۱۰ کاله کیږي چې له معلولیت څخه رنځ وړي. موږ ‌یې د درملنې لپاره زیات کوښښ وکړ، خو نتیجه یې نه درلوده.“

د نوموړي په وینا، سره له دې چې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی، د معلول زوی د حفظ‌الصحې په ګډون، ټول خدمتونه هم ور له غاړې دي او حتی پدې خاطر نشي کولای چې د دوستانو په غم او ښادي کې ګډون وکړي، او د هرې ورځې په تیریدو سره یې د زوی راتلونکي ته اندېښنه زیاتیږي.

احمد شاه آغا زیاته کړه: ”زموږکورنۍ اوس د واکسین په ارزښت پوهیدلې، او کله چې واکسیناتوران زموږ سیمې ته راځي، موږ پرته له ځنډ څخه د خپلې کورنۍ ټول ماشومان واکسینوو.“

څو کاله وړاندې، د افغانستان په سویلي ولایتونه کې د نورو ولایتونو په پرتله د پوليو ناروغۍ زیاتې پېښې موجودې وې، چې د هغه وخت ګوزڼ وهلي ماشومان اوس تر ۱۰ کلنۍ زیات عمر ته رسیدلي، او د معلولیت له وجهې د ژوند په چارو کې د نورو مرستې ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG