د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیایي مسولین: سپین بولدک کې ۴۲ سلنه ماشومان له واکسین څخه پاتې دي


انځور: آرشیف
انځور: آرشیف

د کندهار ولایت روغتیایي مسؤولین وایي چې د دوی د زیاتو هڅو سربیره په سپین بولدک ولسوالۍ کې د هدف وړ ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ندی رسیدلی.

د دوی په وینا، ټاکل شوی وه چې په سپین بولدک ولسوالۍ کې شاوخوا ۹۰۰۰۰ ماشومان واکسین شي، خو د کور په کور واکسین د نه ترسره کیدو له امله، ۴۲ سلنه ماشومان له واکسین څخه پاتې شوي.

د سویلي حوزې د پوليو ضد مبارزې د همږغۍ د مرکز مسؤول، ډاکتر صدیق الله پتیال، امریکا غږ ته وویل: ”موږ په سپین بولدک کې د پولیو ضد واکسین ۳۰ کلسترونه لرو او شاوخوا ۹۰۰۰۰ ماشومان مو د واکسین لپاره هدف ټاکلي ؤ، خو له بده مرغه چې ۴۲ سلنه ماشومان له واکسین څخه پاتی شوي.“

د نوموړي په وینا، په سپین بولدک ولسوالۍ کې له واکسین څخه د لوړ شمېر ماشومانو پاتې کیدل، د پوليو ناروغۍ ګواښ زیاتوي.

ښاغلي پتیال زیاته کړه: ”د کور په کور واکسین ګټه دا ده چې روغتیایي مبلغین د خلګو له کورونو سره نږدې ځای پر ځای کیږي او د لوډسپیکر له لارې په کورنیو غږ کوي چې خپل ماشومان د واکسین لپاره راوکاږي، او پدې توګه هیڅ ماشوم له واکسین څخه نه پاتې کیږي.“

بل لوري ته، د سپین بولدک ولسوالۍ ځیني اوسیدونکي وایي چې له کوره بهر په کارونو د بوختیا له امله نشي کولای خپل ماشومان روغتیايي مرکزونو ته یوسي، او له روغتیایي چارواکو غواړي چې له دې وروسته د کور په کور واکسین کړنلاره عملي کړي.‌

د سپین بولدک ولسوالۍ یو تن اوسیدونکي، خان محمد، پدې هکله امریکا غږ ته وویل: ”موږ د ورځې په اوږدو کې په کارونو بوخت یو او نشو کولای خپل ماشومان د واکسین لپاره روغتیايي مرکزونو ته یوسو، نو له همدې کبله مو ماشومان له واکسین څخه پاتې کیږي.“

د افغانستان د کندهار ولایت سپین بولدک ولسوالۍ د پاکستان د بلوچستان ایالت له هغو سیمو سره نږدې پرته ده چې د پولیو زیاتې پېښې لري، خو د پوليو ضد مبارزې نړیوال بنسټونه له دواړو هیوادونو سره مرسته کوي چې یادې ناروغۍ ته د پای ټکی کیږدي.

XS
SM
MD
LG