د لاس رسي وړ اتصالات

لوستې میندې وايي د پولیو واکسین په ګټو پوهیږي او خپل ماشومان واکسینوي


انځور: آرشیف
انځور: آرشیف

د کندز ولایت لوستې میندې وایي چې دوی د ګوزڼ ضد واکسین په ګټو پوهیږي او تل خپل ماشومان واکسینوي.

دوی وایي چې د ګوزڼ ضد واکسین په اړه منفي تبلیغاتو د دوی پر ذهنیت ناوړه اغیزه نده کړې، او د خپلو ماشومانو د واکسینولو او د نورو میندو د هڅولو له لارې یې د ګوزڼ ضد مبارزه کې مثبت رول لوبولی.

د کندز ولایت اوسېدونکې، ښکلا نیکزاد، چی د ښوونکې په توګه دنده ترسره کوي، امریکا غږ ته وویل: ”ما هرکله خپل ماشومان واکسین کړي، او تر څنګ مې زیاتو نالوستو میندو ته چې د ګوزڼ ضد واکسین په ارزښت نه پوهیدي او منفي تبلیغاتو یې ذهنیت خراب کړی ؤ، د واکسین د ګټو په اړه پوهاوی ورکړی، چې له نیکه مرغه اوس خپل ماشومان واکسینوي.“

د کندز ولایت بله اوسیدونکې، نګین ساپۍ، وایي چې هم یې خپلو ماشومانو ته په ټاکلي وخت واکسین کړی او هم یې نورې میندې هڅولي چې خپل له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان د پولیو ناروغۍ په وړاندې واکسین کړي.

د کندز ولایت اوسیدونکې، زرمینه، چې د سواد له نعمت څخه بې برخې ده، بیا خپل نظر داسې شریکوي: ”زه سواد نلرم او پخوا مې خپل ماشومان نه واکسینول، خو له هغه وروسته چې د روغتیا پالانانو په لارښوونه د واکسین په ګټو وپوهیدم، خپل ټول ماشومان واکسینوم.“

بل پلو، د کندز ولایت روغتیایي مسؤولین هم دا تاییدوي چې لوستو میرمنو د پولیو ضد مبارزه کې د پام وړ رول لوبولی او هڅې یې د ستاینې وړ دي.

د کندز د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت د پروګرام مسؤول، ډاکټر غلام جیلاني عطايي، پدې هکله امریکا غږ ته وویل: ”لوستې میرمنې د پولیو ضد مبارزه کې ‌زیاته مرسته کوي، ځکه دوی په آسانۍ سره کولای شي د خلکو کورونو ته ولاړې شي او نورو میندو ته د واکسین د ګټو په اړه پوهاوی ورکړي او د ماشومانو واکسینولو ته یې وهڅوي.“

روغتیا پالان وایي چې د پولیو ضد واکسین څاڅکي ماشومان وقایه کوي او له تل پاتې معلولیت څخه یې ژغوري.

XS
SM
MD
LG