د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې د پولیو د مخنیوي لپاره نوي کمپاینونه پیلیږي- چارواکي


د ۲۰۲۳ کال د مې د میاشتې د پولیو ضد کمپاین
د ۲۰۲۳ کال د مې د میاشتې د پولیو ضد کمپاین

د پولیو پر ضد د مبارزې مسؤولین وايي چې د هوا په تودېدو سره په جنوبي ولایتونو کې د پولیو ناروغۍ د وېروس د مخنیوي لپاره نوي کمپاینونه پيلوي.

له تېر کال راهیسې په جنوبي ولایتونو کې د پولیو کومه مثبته پېښه نده رامنځ ته شوې خو روغتیايي مسؤولین وايي چې توده هوا د پولیو ویروس د خپریدو احتمال زیاتوي.

د عامې روغتیا وزارت د پولیو ناروغۍ د ملي عملیاتي مرکز مسؤول، نیک ولي شاه مومن امریکا غږ سره په خبرو کې وویل چې له همدې کبله د جنوب په بیلا بیلو ولایتونو کې د پولیو واکسین د تطبیقولو نوی پلان عملي کوي.

د نوموړي په وینا، د نوې‌ تګلارې له مخې به هره میاشت او د اړتیا له مخې تر دې هم په کمه موده، ځينو خاصو سیمو کې د پولیو واکسین عملي کیږي.

ډاکټر نېک ولي شاه پدې اړه وويل چې په چاپیریال کې ویروس موجود دی ځکه خو د پولیو پرضد د مبارزې ګډ ټيم هڅه کوي چې د ګوزڼ د نویو پېښو د رامنځ ته کیدو مخنیوی د کمپاینونو له لارې وکړي.

شاغلي مومن امریکا غږ ته وویل: "د هوا په ګړمیدو سره د پولیو ویرس لپاره په تولنه کې د انتقال زمینه مساعدیږي خو له نیکه مرغه موږ په جنوبي حوزه کې د پولیو ویروس واکسین څو پړاوه کمپاینونه پلان کري او همدا راز په همدې ګرم موسم کې نور کمپاینونه هم په پلان کې دي ترڅو د ویروس د انتقال مخه ونیول شي."

جنوبي ولایتونه د ډيورنډ‌ کرښې په اوږدو کې د پاکستان له هغو سیمو سره د تګ راتګ لارې لري چې د ګوزڼ پېښې پکښې ثبت شوي.

بلخوا د یونسیف د پولیو د پروګرام مسؤول، سید کمال شاه بیا وايي چې له یادو سیمو سره تګ راتګ د ګوزڼ پېښو احتمال زیاتوي او دا ولایتونه د لوړ ګواښ سره مخ دي.

نوموړي امریکا غږ ته وویل: "دا ولايتونه ځکه له لوړ ګواښ سره مخ دي چې د پاکستان سره ګډه پوله لري. پاکستان هغه هېواد دی چې ويروس پکښې شتون لري نو دې حوزو کې د نورو په پرتله زيات کمپاینونو پلان شوي ترڅو هلته د ماشومانو معافيت لوړ وساتل شي."

د پولیو پرضد مبارزه له اوږدې مودې روانه ده خو لا هم افغانستان او پاکستان د نړۍ پر مخ دوه هغه هېوادونه دي چې یاده ناروغي پکې موجوده ده.

ډاکتران ټينګار کوي چې د ګوزڼ ضد واکسین په وسیله د ماشومانو د بدن مقاومت لوړیدل د ستونزې یوازنې حل لار ده چې کورنې او ټولنه دواړه باید ورته جدي پاملرنه وکړي.

XS
SM
MD
LG