د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې لا هم د پولیو ګواښ لوړ دی - چارواکي


انځور: آرشیف
انځور: آرشیف

د افغانستان د پولیو مسؤلین وایي چې په ختیځ زون کې د پولیو د لوړ ګواښ د موجودیت له کبله جدي مبارزې ته اړتیا ده.

د دوی به وینا، د پولیو ګواښ لدې امله لوړ دی چې تېرو څو کلونو کې په زیات شمېر سیمو کې د دغه ناروغۍ د مخنیوي په موخه وقایوي واکسین نه کېدل او یا هم ډیر شمېر کورنۍ له واکسینه ډډه کوله او حتی ځينې ځاینو ته بیا د واکسیناتورانو رسېدنه ناشونې وه.

د روغتیا وزارت د پولیو د بېړنیو پېښو د محوه کولو د مرکز مسؤول، ډاکټر نیک ولي شاه مومن خپلو تازه خبرو کې امریکا غږ ته وویل: "په ختیځ زون کې د پولیو واکسینواکسین کمپاینونه په منظم او دوامداره توګه پلي کیږي او دا چې په ټول هېواد کې بشپړ امنیت تامین دی، نو اړتیا لیدل کیږي چې ټولو لرو پرتو سیمو ته واکسین ورسول شي."

ښاغلي مومن زیاته کړه، په ختیځ زون کې د والدینو، مخورو، دیني عالمانو، متنفیذینو او نورو قشرونو ملاتړ له مونږ سره مرسته کوي چې دا بدمرغه ناروغي د تل لپاره محوه شي.

یو شمېر روغتیا پالان بیا وايي چې په ختیځ زون کې د پولیو ګواښ لوړ دی او د دوی په خبره چې د عامې روغتیا مسؤولین بیا په لوړه کچه د خلکو د پوهاوي د کچې د لوړېدو لپاره کار وکړي او هغوی د پولیو واکسین په ارزښت پوه کړي.

د ننګرهار یو تن ډاکټر، حمید احمد، امریکا غږ ته وویل: "عام خلک باید خپل ټول د پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان واکسین کړي. او که چیرې د یو ماشوم عمر د یو کلنۍ څخه پورته وي او ګرځیدلی نه شي نو سمدستي دې نېږدې روغتیايي مرکز ته مراجعه وکړي تر څو دا ناروغي پټه پاتې نه شي او د کور او د ولس د اوږو بار نه شي."

عام خلک هم اندېښمن دي او وايي چې د ګوزڼ محو کول یواځې د روغتیا پالانو مسؤولیت نه بلکې د ټولنې ټول ولسونه پدې برخه کې مساوي مسؤولیت لري.

د ننګرهار اوسېدوونکی، ذهین بیا خپل نظر داسې شریکوي: " ختیځ د ګوزن جدي ګواښ سره مخ دی، د ټولو کورنیو څخه مو هیله ده چې د پنځه میاشتو کم عمره ماشومانو ته په هره دوره کې واکسین وکړي، تر څو دغه ناعلاجه ناروغۍ څخه خلاص شي."

د افغانستان د عامې روغتیا مسؤولین خوښي څرګندوي او وايي چې دې ته نږدې شوي چې په افغانستان کې پولیو ناروغۍ ګراف راټیټ او په نږدې راتلوونکې کې یې په بشپړ ډول محوه کړي.

XS
SM
MD
LG