د لاس رسي وړ اتصالات

د پولیو قربانیان: د کورنۍ غړي مو هم له موږ سره سم ځوریږي


انځور: آرشیف
انځور: آرشیف

په فراه ولایت کې د پولیو ناروغۍ یو شمېر قربانیان وایي چې نه یواځې دوی د یادې ناروغۍ له امله سخت ژوند تېروي، بلکه د کورنۍ غړي یې هم ورسره هم ځوریږي.

په ګوزڼ اخته کسان یادونه کوي چې د کورنۍ غړي، په تېره بیا میندې او پلرونه یې ځکه دوی ته انديښنه کوي، چی له یوه پلوه یاده ناروغۍ درملنه نلري او له بل لوري معلولیت لرونکي کسان معمولاً د کورنۍ د نورو غړو د اوږو بار وي.

د فراه ولایت اوسیدونکی، ۲۵ کلن محمد قایم نوبهاري، په ماشومتوب کې د مور او پلار د بیغوري له امله له واکسین څخه پاتې شوی او په ګوزڼ ناروغۍ اخته شوی.

ښاغلي نوبهاري امریکا غږ ته وویل: ”زه له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان یم. پښې مې فلج دي، ګرځیدلی نشم، کار نشم کولای او د خپلو ستونزو د حل لپاره تل نورو ته اړ یم.

د نوموړي په وینا، د ده حالت ته د کورنۍ ټول غړي ځوریږي، مور او پلار ېې د خپلې نه جبرانیدونکې تېروتنې له کبله د ملامتۍ احساس کوي، او تل تر فشار لاندې دي.

ښاغلي نوبهاري زیاته کړه: ”که چیرې خلک په خپله سیمه کې د ګوزڼ وهلو کسانو ستونزمن ژوند ته ځیر شي، نو خامخا به خپل ماشومان واکسین کړي، او که بیا هم هغوی نه واکسینوی نو واضح خبره ده چې په حق کې یې ظلم کوي.

په ورته مهال، د رواني ناروغیو متخصصین هم دا ټکی تاییدوي چې په هغو کورنیو کې چې ناعلاجه ناروغان شتون لري، خامخا یې د کورنۍ غړي له رواني ستونزو سره مخ کیږي.

په فراه ولایت کې د رواني ناروغیو متخصص، ډاکټر حمزه فراهي، پدې هکله امریکا غږ ته وویل: ”کله چې یو ماشوم د کورنۍ د غړو د بیغوري له امله په ګوزڼ اخته شي، نو هغوی تل د پښیماني احساس کوي او له ځینو رواني ستونزو لکه ژور خپګان سره مخامخ کیږي.

نوموړی له میندو او پلرونو غواړي چې د واکسینونو په ګډون دې د خپلو ماشومانو روغتیا ته جدي پاملرنه وکړي، تر څو هم دوی او هم یې ماشومان سوکاله ژوند او راتلونکی ولري.

روغتیا پالان وایي چې پولیو درملنه نلري، خو دوه څاڅکي واکسین کولای شي ماشومان له تل پاتې معلولیت څخه وژغوري، او ټول له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان باید د یادې ناروغي په وړاندې واکسین شي.

XS
SM
MD
LG