د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیايي مسؤولین: کندهار کې به د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین له یوې اونۍ ځنډ سره پيل شي


انځور د آرشیف څخه اخیستل شوی
انځور د آرشیف څخه اخیستل شوی

ټاکل شوې وه چې کندهار کې هم د نورو ولایتونو په څېر د پولیو ضد کمپاین د جنوري میاشتې په ۱۷ (مرغومې ۲۷) نیټه پیل شي، خو د سړې هوا او اورښتونو له امله پکې یوه اونۍ ځنډ‌ راغلی.

سره له دې چې کندهار له ۱۵ میاشتو راهیسې د ګوزڼ د کومې مثبتې پیښې شاهد ندی، خو روغتیایي مسؤولین وایي چې په چاپيریال کې د پولیو ویروس شتون لري او دوی د زرګونو ماشومانو د ژوند د ژغورلو لپاره د پولیو ضد واکسین کمپاینونه ترسره کوي.

د کندهار ولایت د کتلوي معافیت کارکوونکي، محمد صابر امریکا غږ ته وویل: " پولیو یوه حاده او ساري ناروغي ده چې د ماشومانو ژوند ګواښي او موږ هره میاشت او یا په هرو دوو میاشتو کې د دې ناروغۍ په وړاندې د واکسین کمپاینونه ترسره کوو."

ښاغلی محمد صابر له میندو او پلرونو، قومي مشرانو او ملا امامانو غواړي چې خلک دې ته وهڅوي چې خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسین څاڅکي ورکړي او همدارنګه د ټولنې په هر غړي غږ کوي چې له دوی سره همکاري‌ وکړي.

د پوليو په وړاندې د مبارزې د پروګرام روزونکی، اسرار احمد امیري‌ وايي څرنګه چې د پولیو ویروس په چټکی سره سرایت کوي، نو د کمپاینونو په مهال د کورنیو لپاره اړینه ده چې د خپلو ماشومانو په واکسینولو کې ناغیړي ونکړي.

ښاغلي امیري امریکا غږ ته وویل: " که چیرې په یوه سیمه کې یو ماشوم په پولیو ناروغي اخته شي، نو په شاوخوا سیمو کې د ۲۰۰ نورو ماشومانو لپاره د خطر زنګ بلل کیږي."

نوموړي زیاته کړه، دوی په چاپیریال کې د پولیو ویروس د خپریدو د مخنیوي په منظور د ګوزڼ ضد واکسین کمپاینونه ترسره کوي.

د کندهار ښار اوسیدونکی، محمد هاشم بیا وایي چي دی د پولیو ضد واکسین په ګټو پوهیږي، خو له اوږدې مودې راهیسې د دوی کور ته واکسیناتوران ندي ورغلي او د کورنۍ ماشومان یې له واکسین څخه پاتې شوي.

ښاغلي محمد هاشم امریکا غږ ته وویل: " زه د واکسین د عمر پنځه ماشومان لرم او هره ورځ په مزدورۍ پسې له کوره بهر وځم. د کور ښځینه نشي کولی جومات یا کلینیک ته ماشومان د واکسین لپاره یوسي."

نوموړی غوښتنه لري چې باید واکسیناتوران د دوی کورونو ته ورشي او ماشومان واکسین کړي، ځکه دوی له واکسین سره هیڅ ډول مخالفت نلري.

که څه هم په کندهار کې د بیلابیلو لاملونو له کبله د ګوزڼ په وړاندې مبارزه له خنډ سره مخ شوې، خو په ۲۰۲۱ میلادي کال کې په دې ولایت کې د پولیو کومه مثبته پېښه نده لیدل شوې.

XS
SM
MD
LG