د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیایي چارواکي: په جنوب کې د کوچیانو د ماشومانو واکسین ته ځانګړې پاملرنه کیږي


انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی
انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی

د افغانستان د جنوبي حوزې روغتیایي چارواکي وایي چې په دې حوزه کې د کوچیانو ماشومانو ته د پوليو واکسین د تطبیق په برخه کې ځانګړې پاملرنه کیږي.

جنوبي ولایتونه د کوچیانو د تګ راتک مهمې سیمې بلل کیږي. کوچیان معمولاً د هوا په سړیدو سره له میدان وردګ او غزني ولایتونو څخه د کندهار او هلمند ځينو تودو سیمو ته کډه کیږي.

د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام مسؤولین وایي چې په دغه پروګرام کې د کوچیانو د ماشومانو واکسینول ځانګړی ځای لري.

د افغانستان په جنوب کې د طالبانو د حکومت د پولیو د له منځه وړلو د بیړني مرکز مسؤول ډاکټر عبدالقیوم پخلا امریکا غږ ته وویل: " د کوچيانو د ماشومانو واکسینول زموږ د پروګرام اساسي برخه ده، ځکه هغوی تل د تګ راتګ په حال کې وي او د پولیو ویروس په انتقال کې مهم رول لري."

د ښاغلي پخلا په وینا، دوی د کندهار ولایت په ډنډ، دامان، تخته پل، بولدک او پنجوایي کې چې د کوچیانو د موسمي استوګنې سیمې بلل کیږي، په ډير دقت سره د ځایي کوچیانو د ماشومانو شمېر معلوموي او د پولیو واکسین په پلان کې ېې شاملوي.

نوموړي زیاته کړه، دوی د ځایي او عبوري کوچیانو د ماشومانو د واکسینولو لپاره هم په سیمه کې او هم په لویو لارو کې ځانګړي ټیمونه ګمارلي، تر څو د هغوی هیڅ ماشوم له واکسین څخه پاتې نشي.

بل لوري ته، یو شمېر کوچیان وایي چې د پخوا په پرتله ېې اوس د پولیو واکسین د ګټو په اړه پوهاوی زیات شوی او ډیری کورنۍ په ټاکلي وخت خپل ماشومان واکسینوي.

د صمد ګل په نامه یو کوچی چې د دامان په ولسوالۍ کې مېشت دی وایي: " زموږ سیمې ته د واکسین ټیمونه راځي او ماشومان مو واکسینوي، موږ له هغوی غواړو چې هر وخت زموږ ماشومان واکسین کړي، ترڅو له ګوزڼ څخه وژغورل شي."

د پوليو د له منځه وړلو د پروګرام مسؤولین له کورنیو غواړي چې په هر کمپاین کې له روغتیایي ټیمونو سره همکاري وکړي او په هیڅ صورت د خپلو ماشومانو په واکسینولو کې ناغیړي ونکړي.

XS
SM
MD
LG