د لاس رسي وړ اتصالات

د فراه اوسیدونکي: د پولیو واکسین د ګټو په اړه عامه پوهاوی دې لیرو پرتو سیمو ته وغځول شي


انځور: آرشیف
انځور: آرشیف

د فراه ولایت اوسیدونکي وایي چې لاهم د لیرې پرتو سیمو ګن شمېر کورنۍ د پولیو ضد واکسین په ګټو نه پوهیږي او د عامه پوهاوي پروګرامونه ته اړتیا لري.

دوی وايي چې روغتیایي خدمتونه له نږدي‌ څاري‌ او ټینګار کوي چې د دې ولایت په لیرې پرتو سیمو کې ګڼ شمېر کورنۍ د پولیو ضد واکسین د ګټو په اړه کافي معلومات نلري.

دوی له روغتیایي چارواکو غواړي چې دې ستونزې ته جدي پاملرنه وکړې او د پولیو ضد واکسین د ګټو په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه زیات کړي.

د فراه ولایت یو تن قومي‌ مخور، عبدالکریم، امریکا غږ ته وویل: ”په لیرې پرتو سیمو کې ګڼ شمېر کورنۍ شته چې د پولیو ضد واکسین په ګټو د نه پوهیدو له امله خپل ماشومان نه واکسینوي او همدا لامل دی چې ماشومان په ګوزڼ اخته کیږي او د پولیو ویروس له منځه نه ځي.

د فراه ولایت بل اوسیدونکي،‌ عصمت الله، امریکا غږ ته وویل: ”موږ له روغتیایي چارواکو غوښتنه لرو چې لیرې‌ پرتو سیمو ته د عامه پوهاوي ټیمونه واستوي او کورنیو ته د پولیو ضد واکسین د ګټو په اړه معلومات ورکړي، تر څو ماشومان له ګوزڼ څخه وژغورل شي.

په ورته مهال د فراه روغتیایي چاوراکي وایي چې دوی د ځینو ستونزو د لرلو سربیره هڅه کړې چې د دې ولایت ټولو لیرې پرتو سیمو ته د پولیو ضد واکسین په اړه اړین معلومات ورسوي.

د فراه د ولایتي‌ روغتون رئیس، ډاکټر صلاح‌الدین احدي، پدې هکله ‌امریکا غږ ته وویل: ”که څه هم فراه یو لوی ولایت دی او غرنۍ او صعب‌العبورې لارې لري، خو موږ تل هڅه کړې چې ټولو لیرې پرتو سیمو ته روغتیایي مبلغین، واکسیناتوران، څارونکي او سوپروایزران واستوو .

د روغتیا پالانو په وینا، د پولیو ناروغۍ درملنه نلري، خو دوه څاڅکي واکسین کولای شي‌ ماشومان له تل پاتې معلولیت او مړینې وژغوري.

XS
SM
MD
LG