د لاس رسي وړ اتصالات

عامه روغتیا: ننګرهار کې داسې سیمه نشته چې ماشومان ېې د پولیو واکسین محروم وي


انځور: آرشیف
انځور: آرشیف

روغتیایي چارواکي وایي چې د ننګرهار ولایت ټولو هغو سیمو ته د پولیو ضد واکسین رسیږي، چې پخوا د امنیتي دلایلو له امله له واکسین څخه بې برخې پاتې کیدې.

روغتیایي مسؤولین وایي چې په وروستي کمپاین کې واکسیناتوران پدې وتوانیدل چې ټولو هغو لیرو پرتو سیمو ته ځانونه ورسوي چې پخوا به ماشومان پکې له واکسین څخه بې برخې پاتې کیدل، او دا لړۍ به په راتلونکو کمپاینونو کې هم دوام ومومي.

په ننګرهار کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا ریاست ویاند، نقیب‌الله رحیمي، امریکا غږ ته وویل: ”اوس مهال د ننګرهار ولایت په ټولو سیمو کې کور په کور کمپاین ترسره کیږي او د حصارک ولسوالۍ په ګډون چې پخوا د ناامنیو له امله له واکسین څخه محرومه وه هیڅ داسې سیمه نشته چې ماشومان ېې د پولیو ضد واکسین څخه محروم پاتې شي.

د ښاغلي رحیمي په وینا، دوی د هغو سیمو لپاره چې پخوا د بیلابیلو لاملونو له کبله له واکسین څخه بې برخې پاتې کیدې، کوم ځانګړی پروګرام نلري، بلکه دغه سیمې هم د ښاري او نورو سیمو په څیر په عادي کمپاینونو کې تر پوښښ لاندې نیول کیږي.

نوموړي زیاته کړه: ”موږ د دغو سیمو د مشرانو او د روغتیا ریاست د کارکوونکو سره پدې هکله ناستې ترسره کړي او دې پایلې ته ورسیدو چې یادې سیمې باید د عادي کمپاینونو په پلانونو کې شاملې شي.

ښاغلي رحیمي دا هم وویل چې په لیرو پرتو سیمو کې کمپاینونه یواځې د نارینه واکسیناتورانو لخوا ترسره کیږي، خو په ښاري سیمو کې ښځینه واکسیناتورانې هم په کمپاینونو کې برخه اخلي.

بل پلو د لیرو پرتو سیمو ځیني اوسیدونکي هم دا مني چې اوس مهال د دوی ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین څاڅکي رسیږي او هیڅ ماشوم له واکسین څخه بې برخې نه پاتې کیږي.

د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ اوسیدونکي، اکمل امریکا غږ ته وویل: ”پخوا خوګیاڼو کې زموږ سیمې ته د ناامنیو له امله واکسیناتوران نه راتلل، خو له نیکه مرغه اوس واکسیناتوران راځي او زموږ ټول ماشومان واکسینوي.

د ننګرهار ولایت بل اوسیدونکی عبدالقادر هم وایي چې اوس د دوی سیمې ته واکسیناتوران ورځي او خلک هم په لیوالتیا سره خپل ماشومان واکسینوي.

ننګرهار هغه ولایت دی چې لا یې هم ماشومان د پولیو ناروغۍ له ګواښ سره مخ دي او څه موده وړاندې د دې ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د پولیو د سمپل یوه مثبته پېښه ثبت شوې.

XS
SM
MD
LG