د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیایي چارواکي: د خوست ولایت د سپېرې ولسوالۍ له واکسین څخه پاتې شوي ماشومان به واکسین شي


انځور: آرشیف
انځور: آرشیف

د خوست ولایت روغتیایي چارواکي وایي چې په سپېرې ولسوالۍ کې به هغو ماشومانو ته واکسین تطبیق شي، چې تر دې دمه له واکسین څخه پاتې شوي.

د روغتیایي مسؤولینو په وینا، د سپیرې سرحدي ولسوالۍ په دریو کلیو کې له ۱۰۰۰ زیاتې داسې کورنۍ شته چې خپل ماشومان نه واکسینوي.

په خوست کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر فضل کریم مندوزي، پدې هکله امریکا غږ ته وویل: ”د دغو ماشومانو دقیق شمېر ندی معلوم، خو د کورنیو شمېر یې شاوخوا ۱۲۰۰ ته رسیږي، چې اکثریت یې له پاکستان څخه افغانستان ته راکډه شوي.“

د ښاغلي مندوزي په وینا، دوی له کابل څخه راغلي هیئت سره په ګډه دغو کلیو ته تللي او د دیني عالمانو په مرسته یې دغو کورنیو ته قناعت ورکړی چې خپل ماشومان واکسین کړي.

بل لوري ته، د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د مالي صندوق (یونیسف) اداره وایي چې د مرکزي سیمو په پرتله په سرحدي سیمو کې د عامه پوهاوي چارې په چټکۍ سره روانې دي، ځکه دغه سیمې د پولیو ناروغۍ له لوړ ګواښ سره مخ دي.

کابل کې د یونیسف ادارې د عامه اړیکو مسؤول، سید کمال شاه سید، امریکا غږ ته وویل: ” زموږ د عامه پوهاو‎ي پروګرامونه د خوست ولایت په سپیرې ولسوالۍ او نورو هغو سرحدي سیمو کې چې د پولیو ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي کچه ټیټه ده، دوام لري.“

د نوموري په وینا، په دغو سیمو کې ځکه د پولیو ناروغۍ ګواښ لوړ دی چې د پاکستان له وزیرستان ایالت سره نښتې دي، او په یاد ایالت کې همدا اوس کابو د پولیو ۲۰ مثبتې پېښې شتون لري.

ښاغلي سید زیاته کړه: ”موږ به په لوړ ګواښ لرونکو سیمو کې خپل ټول امکانات وکاروو، تر څو هیڅ ماشوم له واکسین څخه پاتې نشي.“

د یادونې وړ ده چې د خوست ولایت په ګډون د افغانستان په ځینو نورو سویلي ولایتونو کې لا هم ګن شمېر کورنۍ شته چې د پولیو ضد واکسین له ګټو ناخبره دي، او له همدې کبله خپل ماشومان نه واکسینوي.

XS
SM
MD
LG