د لاس رسي وړ اتصالات

د ګوزڼ په بشپړ توګه محوه کیدو وروسته هم باید د پولیو کمپاین دوام ومومي - روغتیاپالان


انځور: آرشیف
انځور: آرشیف

د سویل ختیځ زون یو شمېر روغتیا پالان په دې باور دي چې د ګوزڼ له وروستۍ مثبتې پېښې نه تر دریو کلونو پورې بیاهم تر پنځه کلنۍ کم عمره ماشومانو ته د واکسین کمپاین تطبیقول اړین دي.

په خوست کې د ماشومانو د بیماریو متخصص ډاکټر قدرت الله درمان امریکا غږ ته وویل چې پولیو یا ګوزڼ په خاوره او اوبو دواړو کې تر یوې محدودې مودې ژوندی پاتې کیږي.

نوموړي په دې هلکه امریکا غږ ته وویل: ” د پولیو پروګرام کمپاینونه به ترهغې پورې دوام کوي چې ترڅو دا ویروس په بشپړه توګه صفر شوی نه وي. کله چې پولیو په بشپړه توګه محوه هم شي بیابه هم د پولیو کمپاینونه دوام کوي ځکه چې پولیو ویروس په خاوره کې تر شپږو او اوبو کې ترڅلورو میاشتو ژوندی پاتې کیدلی شي.“

له بلې خوا، کابل کې د پولیو بیړنی عملیاتي مرکز هم تاییدوي چې د پولیو له منځه وړلو تصدیق اخیستو لپاره باید د کمپاینونو تطبیق او نظارت په غوره توګه مدیریت شي.

د پولیو بیړني عملیاتي مرکز مسؤول، ډاکټر نېک ولي شاه مؤمن امریکا غږ ته وویل: ”د دې لپاره چې د پولیو له منځه وړلو تصدیق ترلاسه کړو نو د پولیو د وروستۍ پېښې نه تر دریو کلونو پورې د پولیو د قوي څارنې په موجودیت کې باید هیڅ مثبته پېښه ونلرو. درې کاله کافي وخت دی چې د قوي نظارت په موجودیت کې په روغو انسانانو یا محیط کې هیڅ ویروس پیدا نشي.“

د نوموړي په وینا، که چیرې د هیواد کومه سیمه کې ګوزڼ ویروس په محیط کې په دوراني حالت کې قرار ولري د څارنې یا نظارت قوي سیسټم په درلودلو سره یې تغیر شوې بڼه پیژندل کیدای شي.

ښاغلي مؤمن زیاتوي: ” بله دا چې پولیو پرته له انسان څخه په چاپیریال کې د زیات وخت لپاره دژوندي پاتې کیدو وړتیا نلري نو د قوي نظارت سېستم په شتون کې که چیرې کومه سیمه د واکسین له تطبیق نه په دوامداره توګه پاتې هم وي او په هغه سیمه کې د پولیو ویروس دوران ولري نو د ۱۵ او ۱۸ میاشتو وخت ته ضرورت دی چې د پولیو ویروس هلته خپل جنیټیکي شکل تغییر کړي خو د سروېلانس سېستم په ذریعه پیدا کیدای شي.“

روغتیاپالان په دې اند دي چې که د ګوزڼ په وړاندې مشترکه مبارزه همداسې دوام پیدا کړي، شونې ده چې افغانستان هم د هغو هېوادونو په لېست کې اضافه شي چې ګوزڼ یا پولیو یې د تل لپاره له خپلو سیمو پاکه کړې ده.

XS
SM
MD
LG