د لاس رسي وړ اتصالات

خوست ولاېت کې د ماشومانو د پولېو واکسين لړۍ ګړندۍ شوې ده


خوست ولاېت کې د ماشومانو د پولېو واکسين لړۍ ګړندۍ شوې ده
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:59 0:00

د خوست د صبرېو او يعقوبېو روغتيايي مسؤلين وايي، وروسته له هغه چې په دغه ولسوالۍ کې د ګوزڼ مثبته پېښه ثبت شوه، د ماشومانو د پولېو واکسين لړۍ ګړندۍ شوې ده.

د خوست د صبرېو او يعقوبېو روغتيايي مسؤلين وايي، وروسته له هغه چې په دغه ولسوالۍ کې د ګوزڼ مثبته پېښه ثبت شوه، د ماشومانو د پولېو واکسين لړۍ ګړندۍ شوې ده.

د يادې ولسوالۍ د خلبېسات روغتيايي مرکز د واکسيناسيون پروګرام مسؤل للمي ګل امريکاغږ ته وويل، چې تر يادې مثبتې پېښې مخکې له پولېو واکسين سره د خلکو علاقه يا بيخي نه وه او يا ډېره کمه وه.

هغه وويل: "... شاوخوا درې مياشتې وړاندې چې د صبرېو ولسوالۍ د يعقوبېو په کلي کې يوه لس مياشتنۍ ماشومه د ګوزن په ناروغۍ اخته شوه، له هغه را وروسته هره ورځ ګڼ شمېر ماشومان د خلبېسات روغتيايي مرکز ته د پولېو واکسين لپاره ور وړل کيږي".

نوموړی وایي: "هغه خلک چې د پولېو مثبتو پېښو نه خبر شوي، د خپل پنځه کلنۍ څخه کم عمره ماشومان اوس په زيات شمېر موږ ته راولي. مخکې به خلک روټين واکسينو ته راتلل، خو د پولېو واکسين نه دوی ورکول او نه موږ. اوس فعلاً د خلکو علاقه زېاته شوې ده، ډېر بېروبار وي".

واکسيناتور للمي ګل له خلکو غواړي، چې د پولېو له ويروس نه خپل ماشومان د ژغورلو په خاطر نږدې روغتيايي مرکزونو ته د ګوزڼ ضد واکسينولو لپاره يوسي.

د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس، د روان کال له پېل څخه تر اوسه د پولېو ۵۶ پېښې رامنځته شوي دي.
XS
SM
MD
LG