د لاس رسي وړ اتصالات

په لغمان کې د پولیو واکسین د چارو ګړندي کېدل


روان ۲۰۲۰ ميلادي کال په افغانستان کې د ګوزڼ ۵۶ مثبتې پېښې ثبت شوې دي
روان ۲۰۲۰ ميلادي کال په افغانستان کې د ګوزڼ ۵۶ مثبتې پېښې ثبت شوې دي

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزی وایي چې په دې ولایت کې د پولیو ناروغۍ پر ضد ولایتي ادارې هڅې پیل کړي دي ترڅو د دیني عالمانو، قومي مخورو، ځوانانو او ښځېنه فعالانو په مرسته پولیو له منځه یوسي.

هغه وایي چې دوی د یوه ځانګړي مهالوېش له مخې په ښاري او لرې پرتو سیمو کې د پولیو واکسین د چارو په سمه توګه ترسره کېدو لپاره اړونده کسان ګمارلي دي.

دولتزي زیاته کړه، چې دوی د پولیو واکسین له مخې د شته خنډونو له منځه وړلو لپاره کلي په کلي مبارزه کوي.

د هغه پر وینا د سیمې مخور دیني عالمان، سپین ږیري، ځوانان او ښځېنه فعالانې د دوی مرسته کوي چې تر دې دمه د پولیو واکسین په ترسره کېدو کې ګټوره تمامه شوې ده.

هغه وویل: "... د لغمان ولایتي ادارې په ټوله کې د لغمان دولتي مسوولینو د پولیو واکسین د سم تطبیق لپاره پر علماوو، مشرانو، ځوانانو او مدني فعالانو باندې غږ کړی چې دوی دې د واکسین په تطبیق کې مرسته وکړي او دا کار تر ډېره بریالی روان دی".

بلخوا په لغمان کې ځایي اوسېدونکي هم عامې روغتیا ریاست سره د پولیو ناروغۍ د بشپړ له منځه وړلو کې د مرستې ډاډ ورکوي او خپلو ماشومانو ته پر وخت د واکسین پر ورکولو ټینګار کوي.

د لغمان ولایت اوسیدونکی گل الرحمان داسې وايي: "... د پولیو واکسین زمونږ د ماشومانو لپاره ډېر اړین دی، مونږ له ډاکټرانو اوریدلي چې ماشومانو ته واکسین ورکول هغوی له تل پاتې فلج ناروغۍ څخه ژغوري او هر وخت چې د واکسین ټیمونه زمونږ سیمې ته راځي نو خپل ماشومان حتمي واکسینوو".

په لغمان کې روغتیایي چارواکي هم د دیني عالمانو، قومي مخورو، ځوانانو او په ټوله کې د ولایتي ادارې له خوا د پولیو واکسین د ښه ترسره کېدو په تړاو نوي اقدامات ستایي او وایي چې دوی په لرې پرتو سیمو کې د ځایي خلکو په مرسته د واکسین له مخې خنډونه لرې کوي.

په لغمان کې د پولیو پروګرام مسوول، داکټر خوشحال حسین خېل یې په اړه وایي: "... دا ځکه ګټور تمامېدی شي چې ځینو ځایونو کې چې خلک د پولیو پر زیانونو او د واکسین پر ګټو نه پوهېږي خلک هلته عامه پوهاوی ترلاسه کوي، دا ډېره زیاته ګټوره تمامېږي او میډیا هم ښې خپرونې کوي، پدې توګه خلکو ته ښه پیغام رسوي".

د لغمان عامې روغتیا ریاست د وینا له مخې په دې ولایت کې د ارشاد، حج او اوقافو ریاست په هڅو د دې ولایت دیني عالمان په لرې پرتو سیمو کې د پولیو واکسین د ګټو او د دې ناروغۍ پر زیانونو خلکو ته عامه پوهاوی کوي.

چارواکي وایي چې په دې ولایت کې د جوماتونو ممبرونه د پولیو ناروغۍ پر ضد د عامه پوهاوي ښه وسیله ګرځېدلي چې تر ډېره یې اغېزې هم لیدل کېږي.

XS
SM
MD
LG