د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیا نړیوال سازمان: له پنځه میلیونو څخه زیاتوافغان ماشومانو ته د شري واکسین تطبیق شوی


ارشیف
ارشیف

روغتیا نړیوال سازمان وايي، چې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د شري د واکسین د شپاړس ورځیني کمپاین په ترڅ کې ۵.۳۶ میلیونو ماشومانو ته د شري واکسین تطبیق شوی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان د پنجشنبې د ورځې ناوخته ډسمبر۲۲ ( مرغومې اول) په یو راپور کې ویلي، چې په ۳۴ ولایتونو کې د شري دا کمپاین د تیرې میاشتې نومبر په ۲۶ مه پیل شوی و، چې د روانې میاشتې ډسمبر په ۱۲ مه پای ته ورسید، چې په ترڅ کې یې د نهو میاشتو څخه تر ۵۹ میاشتو عمر لرونکو میلیونونو افغان ماشومانو ته د شري واکسین تطبیق شو.

ددغه سازمان د معلوماتو له مخې دا کمپاین د ۳۴ ولایتونو په ۳۹۲ ولسوالیو کې د ماشومانو د فلج یا پولیو د واکسین سره هممهاله تطبیق شوی دی، چې په ترڅ کې یې د پنځه کلنو څخه د ښکته عمر ۶.۱ میلیون ماشومانو ته د پولیو واکسین هم تطبیق شوی دی.

دا کمپاین د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت له خوا د روغتیا د نړیوالې ادارې 'ډبلیو ایچ او' او د ماشومانو د ملاتړ د ادارې 'یونسیف" په مالي او تخنیکي ملاتړ ترسره شوی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان د دفتر رئیس لو ډاپنګ ددغه کمپاین په ترسره کیدو خوښيي ښودلې او ویلي دي، چې ددغه کمپاین په ترڅ کې د میلیونونو افغان ماشومانو ژوند د شري او ماشومانو د فلج یا پولیو ناروغیو په وړاندې ژغورل شوی دی.

ښاغلي ډاپنګ ویلي، چې په تیر ۲۰۲۱ میلادي کال اګسټ په میاشت کې واک ته د طالبانو د رسیدلو وروسته دا د شري او پولیو د واکسینونو د تطبیق لومړنی ګډ کمپاین و، چې د ۳۴۱ روغتیايي څلور کسیزو ټیمونوله خوا تطبیق شوی دی.

روغتیا نړیوال سازمان ویلي، چې په روان ۲۰۲۲ میلادي کال کې افغانستان کې د شري ناروغۍ پیښې په بي ساري ډول زیاتې وې، چې له امله یې شاوخوا درې سوو افغان ماشومانو په دې هیواد کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د روغتیا د نړویوال سازمان د راپور پر اساس دا په روان کال کې د شري د ناروغۍ د مخنیوي لپاره درییم کمپاین و، چې ترسره شوی دی.

په روان کال کې د شري په لومړي کمپاین کې، چې د مارچ په میاشت کې ترسره شو د پنځه کلنو څخه ښکته ۱.۲ میلیون ماشومانو ته د شري واکسین شوی و.

همداشان د شري د ناروغۍ د مخنیوي په دوهم کمپاین کې چې د روان کال د اپریل په میاشت کې ترسره شوی و د افغانستان په ۱۱۱ ولسوالیو کې درې میلیونو ماشومانو ته د شري واکسین تطبیق شوی و.

دمخه د روغتیا نړیوال سازمان ویلي و، چې په روان کال کې یې په افغانستان کې د شري ۱۸ زره پیښې ثبت کړې وې.

XS
SM
MD
LG