د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې د پولیو ضد کمپاین پیل شو


د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر د میاشتې د پولیو کمپاین
د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر د میاشتې د پولیو کمپاین

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي چې د دوشنبې په ورځ د دسامبر د میاشتې ۱۹ (لیندۍ ۲۸) د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې د روان میلادي کال وروستی کمپاین پیل شو.

د روغتیایي مسؤولینو په وینا، د روان میلادي کال په دغه وروستي کمپاین کې به چې ټاکل شوې ده په ۲۵ ولایتونو کې ترسره شي، کابو اووه میلیونه ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین تطبیق شي.

روغتیایي مسؤولین له خلکو غواړي چې پدې کمپاین کې خپل ټول له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان واکسین کړي.

د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام د عامه اړیکو مسؤول، ډاکټر کمال شاه، امریکا غږ ته وویل: ”د دوشنبې د ورځې کمپاین به په ۲۵ ولایتونو کې پيل شي او په ځينو ولایتونو کې به یواځې هغه سیمې تر پوښښ لاندې ونیسي چې پکی د پولیو ناروغۍ ګواښ لوړ وي.“

د نوموړي په وینا، د دې کمپاین په ترڅ کې به کابو اووه میلیونه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو ښکته دي، واکسین شي او د افغانستان په ختیځه حوزه کې به یوه اونۍ وروسته کمپاین پیل شي، ځکه هلته پخوا یو پړاو کمپاین ترسره شوی.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند، ډاکټر شرافت زمان، امریکا غږ ته وویل: ”په روان میلادي کال کې په ټول افغانستان کې د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبت شوي، او دوی هڅه کوي چې په تېرو دورو کې له واکسین څخه د پاتې شویو ماشومانو په ګډون، ټولو ماشومانو ته واکسین ورسوي.“

د نوموړي په وینا، په تېر یوه کال کې د پولیو ضد اته کمپاینونه ترسره شوي او دا دی اوس نهم کمپاین هم پيلیږي. همدارنګه د څو میاشتو په اوږدو کې شپږ ملي کمپاینونه ترسره شوي، چې په هر کمپاین کې شاوخوا ۱۰ میلیونه ماشومان واکسین شوي.

روغتیا پالان وایي، پولیو یوه ناعلاجه ناروغي ده چې د ماشومانو عصبي سیستم اخته کوي او د بدن د غړو د فلج لامل کیږی.

دوی ټینګار کوي چې له ګوزڼ څخه د خلاصون تر ټولو غوره لاره ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین تطبیق ده او کورنیو ته په کار ده چې خپل ټول له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان واکسین کړي.

ډاکټر کمین ساپي پدې هکله امریکا غږ ته وویل: پولیو یوه ویروسي ناروغي ده، چې د ماشوم عصبي سیستم او د بدن غړي فلج کوي. میندې او پلرونه باید د خپلو ماشومانو روغتیا او واکسین ته پاملرنه وکړي، تر څو له دایمي معلولیت څخه خوندي پاتې شي.

د یادونې وړ ده چې دا د روان میلادي کال د پولیو ضد نهم کمپاین دی، چې د عامې روغتیا وزارت، د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د مالي صندوق یا یونیسف ادارې او د روغتیا د نړیوال سازمان په همکاري ترسره کیږي.

XS
SM
MD
LG