د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیایي چارواکي: د افغانستان جنوب د کوچیانو ماشومان واکسین کیږي


د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر د میاشتې د پولیو کمپاین
د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر د میاشتې د پولیو کمپاین

روغتیايي چارواکي وايي چې د افغانستان په سویلي ولایتونو کې د کوچیانو ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکول کیږي.

د افغانستان جنوبي ولایتونه له موسمي پلوه د کوچیانو د ميشتیدو مهمې سیمي بلل کیږي، او د مني د موسم په پیلیدو سره کوچیان د غزني او زابل ولایتونو له لارې ځانونه کندهار او هلمند ولایتونو ته رسوي.

د زابل ولایت د عامې روغتیا ریاست مسؤولین وایي چې د کوچیانو د تګ راتګ پر لارو یې د واکسین ګرځنده ټيمونو ګمارلي او د کوچیانو سلګونو ماشومانو ته یې د پولیو ضد واکسین تطبیق کړی.

په زابل کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا رئيس، ډاکټر عبدالحکیم حکیمي، امریکا غږ ته وویل: ”موږ د زابل ولایت په مرکز او هغو ولسوالیو کې چې د کوچیانو د تګ راتګ مهمې سیمې بلل کیږي د پولیو ضد واکسین ټیمونه توظیف کړي، تر څو د کوچیانو ماشومان واکسین کړي.“

همدارنګه ویل کیږي چې ډنډ، دامان، تخته پل، بولدک او پنجوايي د کندهار ولایت هغه ولسوالۍ دي چې ګڼ شمېر کوچیان ورته کډه کیږي او ماشومان یې واکسین ته اړتیا لري.

د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام د جنوب حوزې د همغږۍ د مرکز مسؤول، ډاکټر صدیق الله پتیال ‌وایي چې دوی په ډير دقت سره د کوچیانو د ماشومانو شمېر په ډاګه کوي او هغوی د واکسین په پلان کې شاملوي.

بل پلو، ځینې کوچیان وایي چې د پخوا په پرتله يې د پولیو ضد واکسین د ګټو په اړه د پوهاوي کچه لوړه شوې او اوس هڅه کوي چې له یادې ناروغۍ څخه د خلاصون په موخه خپل ماشومان واکسین کړي.

د خیر محمد په نامه یو تن کوچي امریکا غږ ته داسې وویل: ”موږ پخوا ژمی په هلمند کې او دوبی به ناور کې تیروه، او ماشومان به مو د ناخبري له وجهې له واکسین څخه پاتې کیدل، خو اوس چې په ښار کې میشت شوي یو او د واکسین په ارزښت او ګټو پوهیدلي یو، خپل ماشومان واکسینوو.“

د پوليو د له منځه وړلو د پروګرام مسؤولین وايي چې دوی د بل هر وخت په پرتله د پوليو د ناروغۍ محوه کولو ته نږدي شوي او پر کورنیو غږ کوي چې په کمپاینونو کې له روغتیايي ټیمونو سره همکاري وکړي او باید خپل ټول له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان واکسین کړي.

XS
SM
MD
LG