د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیایي مسؤولین: کندز کې له واکسین څخه پاتې شوي ماشومان روغتیایي مرکزونو کې واکسین کیږي


انځور: آرشیف
انځور: آرشیف

د کندز ولایت روغتیایي مسؤولین وایي په روغتیایي مرکزونو کې هغو ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین تطبیق کیږي، چې په کمپاینونو کې له واکسین څخه پاتې شوي وي.

روغتیایي چاوراکي، روغتیا پالان او ولسونه له هر ډول امکاناتو ګټه پورته کوي، تر څو هیڅ ماشوم له واکسین څخه پاتې نشي او پدې توګه د پولیو ناروغۍ ټغر د تل لپاره له افغانستان څخه تول شي.

په کندز کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت مشر، ډاکټر غلام جیلاني عطایي، امریکا غږ ته وویل: ”موږ د کندز ولایت په لیرې پرتو سیمو کې په روغتیايي مرکزونو کې هغه ماشومان واکسین کړي چې په کمپاینونو کې له واکسین څخه پاتې شوي ؤ.

د نوموړي په وینا، په ۲۰۲۳ میلادي کال کې به په کندز ولایت او شمال ختیځ زون کې د پولیو ضد سرتاسري کمپاینونو تر څنګ، د عامه پوهاوۍ پروګرامونه هم ترسره شي، او سربیره پر دې به له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان په روغتیایي مرکزونو کې هم واکسین شي.

بل لوري ته، د طالبانو د حکومت د پولیو د له منځه وړلو د بیړني عملیاتي مرکز مسؤولین وایي چې کندز کې د پولیو ضد مبارزه بریالۍ ده او د پام وړ لاسته راوړنې لري.

په کابل کې د پولیو د له منځه وړلو د بیړني عملیاتي مرکز مسؤول، ډاکټر نېک ولي شاه مومن، امریکا غږ ته وویل: ”په کندز ولایت کې زموږ لوی پرمختګ د پولیو ناروغۍ له خپریدو څخه مخنیوی دی، ځکه تاسو وینئ چې له ۲۰۲۱ میلادي کال راهیسې پدې ولایت کې د پولیو کومه مثبته پېښه نده ثبت شوې.

د کندز ولایت د ارچي ولسوالۍ اوسیدونکي، محمدالله، امریکا غږ ته وویل: ”زما ماشومان په کمپاین کې له واکسین څخه پاتې شوي ؤ، او دا ویره راسره وه چې په ګوزڼ اخته نشي، خو پدې وتوانیدم چې هغوی ‌له خپل کور څخه ډیر لیرې، په روغتیایي مرکز کې واکسین کړم.

نوموړی له ټولو کورنیو غواړي چې خپل ماشومان د ګوزڼ ناروغۍ په وړاندې واکسین کړي، تر څو له تل پاتې معلولیت څخه خلاصون ومومي.

XS
SM
MD
LG