د لاس رسي وړ اتصالات

د فراه د ابونصر فراهي بندر کې ماشومانو ته د واکسین کولو غوښتنه


آرشیف
آرشیف

د فراه ځینې اوسیدونکي له چارواکو غواړي چې ژر تر ژره دې په ابونصر فراهي بندر کې د دوی د ماشومانو لپاره د ګوزڼ واکسین زمینه برابره کړي.

د فراه ځیني اوسیدونکي چې د افغانستان – ایران نښلوونکي ابونصر فراهي بندر له لارې تګ راتګ کوي، له روغتیایي چارواکو غواړي چې په یاد بندر کې د ګوزڼ واکسین ټیمونه وګماري.

د دوی په وینا، د ابونصر فراهي بندر له لارې هره ورځ په سلګونه افغانان د ایران او افغانستان تر منځ تګ راتګ کوي چې د پام وړ شمېر ېې ماشومان دي.

د فراه اوسیدونکي، احمد مرداني،‌ چې په یاد بندر کې په سوداګرۍ بوخت دی امریکا غږ ته وویل: "د ابونصر فراهي بندر له لارې ګڼ شمېر داسې کورنۍ له خپلو ماشومانو سره تګ راتګ کوي چې ماشومان ېې ندي‌ واکسین شوي."

د فراه بل اوسیدونکي‌ عبدالله حضرت‌زوی امریکا غږ ته وویل: "د افغانستان د بیلابیلو سیمو خلک د ابو نصر فراهي بندر له لارې ایران ته تګ راتګ کوي او په یاد بندر کې د ګوزڼ واکسین نه شتون ښایي د ګوزڼ ویروس‌ د لیږد لامل شي او د ماشومانو لپاره خطرناکې پایلې ولري."

ښاغلي مرداني او حضرت‌زوی له روغتیایي چارواکو غواړي چې په دغه بندر کې د ماشومانو ګڼې ګوڼې ته په کتو سره باید د ګوزڼ واکسین ټیمونه وګماري، تر څو هیڅ ماشوم له واکسین څخه پاتې نه شي.

بل لوري ته د فراه روغتیایي چارواکي‌ وایي چې د یاد ولایت د مرکز او ولسوالیو تر منځ لویو لارو کې یې ثابت روغتیایي ټيمونه ګمارلي او ابونصر فراهي بندر ته یواځې د پولیو واکسین په عمومي کمپاینونو کې ګرځنده روغتیایي ټیمونه استول کیږي.

د فراه د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت آمر واحد خان وحیدي‌ امریکا غږ ته وویل: "مونږ د فراه په څلورو لویو لارو (مرکز، بالابلوک، ګلستان او پرچمن ولسوالیو) کې د پولیو واکسین ثابت ټیمونه لرو، خو په ابونصر فراهي بندر کې یواځې په کمپاینونو کې ماشومان واکسینوو."

د ښاغلي وحیدي په وینا، دوی هڅه کوي چې په راتلونکي کې د فراه ولایت ټولې سیمې د پولیو واکسین تر پوښښ لاندې راوړي، تر څو هیڅ ماشوم له واکسین څخه محروم پاتې نه شي.

دا په داسې حال کې ده چې لا هم د فراه ولایت په یو شمېر لرې پرتو سیمو کې د ګوزڼ پر وړاندې روانه مبارزه له ستونزو سره مخ ده.

XS
SM
MD
LG