د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیایي چارواکي: د پولیو ضد واکسین د بشپړ تطبیق لپاره عامه پوهاوي ته اړتیا ده


د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر د میاشتې د پولیو کمپاین په ترڅ کې یو ماشوم ته د پولیو څاڅکي ورکول کیږي.
د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر د میاشتې د پولیو کمپاین په ترڅ کې یو ماشوم ته د پولیو څاڅکي ورکول کیږي.

د میدان وردګ ولایت روغتیایي چارواکي وایي چې لا هم په دې ولایت کی د پولیو ضد واکسین د بشپړ تطبیق لپاره د عامه پوهاوي پروګرامونو ته اړتیا ده.

روغتیایي مسؤولین وایي چې اوس هم په میدان وردګ ولایت کې ځیني کورنۍ شته چې خپلو ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین له ورکولو ډډه کوي، نو په کار ده چې د عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره شي.

په میدان وردګ کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا رئيس، ډاکټر ځیرک امریکا غږ ته وویل: ”شاوخوا دوه سلنه کورنۍ د پولیو ضد واکسین په اړه د ناسمو افکارو له امله نه غواړي خپل ماشومان واکسین کړي، او پدې توګه د واکسین د تطبیق د بهیر پر وړاندې خنډونه جوړوي.

د نوموړي په وینا، د دې لپاره چې کورنۍ د ماشومانو واکسینولو ته وهڅول شي او دغه ستونزه د تل لپاره حل شي، باید د عامه پوهاوي پروګرامونو ترسره شي.

د میدان وردګ ولایت د سید آباد ولسوالۍ اوسیدونکې، ګل غوټۍ امریکا غږ ته پدې هکله وویل: ”زه درې ماشومان لرم خو له بده مرغه چې لا تر اوسه مې د ګوزڼ پر وړاندې ندي واکسین کړي، ځکه زما خاوند وایي چې واکسین حرام دی.

د نوموړې په وینا، دا په خپله د واکسین په ګټو پوهیږي، خو کله چی واکسیناتوران د دوی کور ته ورځي، خاوند یې هغوی له دروازې ځوابوي او اجازه نه ورکوي چې ماشومان واکسین کړي.

بل لوري ته د میدان وردګ ولایت یو شمېر دیني عالمان وایي چې د پولیو ضد واکسین حلال دی او د تطبیق لپاره یې هیڅ ډول شرعي ممانعت نشته.

د میدان وردګ ولایت یو تن دیني عالم، قاري احمد ګل حنیفي امریکا غږ ته وویل: ”د پولیو ضد واکسین حرام ندی او باید خامخا ماشومانو ته تطبیق شي. زما پیغام نورو دیني عالمانو ته دا دی چې د جوماتونو له لارې خلک وهڅوي چې خپل ماشومان واکسین کړي.

روغتیا پالان وایي چې لاتر اوسه په افغانستان کې د پولیو ناروغي په بشپړه توګه له منځه نده تللې او یو علت یې دا دی چې یو شمېر کورنۍ د پولیو ضد واکسین ته په منفي نظر ګوري او نه غواړي خپل ماشومان واکسین کړي.

XS
SM
MD
LG