د لاس رسي وړ اتصالات

د ننګرهار ولایت د سپین غر ولسوالۍ د واکسین د مسؤول ټپي کیدل


انځور: آرشیف
انځور: آرشیف

د سپين غر ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ په ګډون ځینې ځایي سرچینې وایي چې د ننګرهار ولایت د سپین غر ولسوالۍ د واکسین مسؤول په یوې چاودنه کې ټپي شوی.

د دغو سرچینو په حواله، نن د اکتوبر ۲۲ (د تلې ۳۰) نیټه د ننګرهار ولایت د سپین غر ولسوالۍ د واکسین مسؤول، ډاکټر عزت شاه صمیم په یوې چاودنه کې ټپي شوی.

ویل کیږي چې ډاکټر صمیم هغه مهال ټپي شو چې دندې ته د تلو پر مهال یې پر موټر د سړک د غاړې ماین وچاوده.

د طالبانو د سپین غر ولسوالۍ امنیه قوماندان مولوي اجمل شګیوال د دې خبرې پخلی کړی او وایي چې پېښه نږدې غرمه مهال رامنځ ته شوه او د سپین غر ولسوالۍ د واکسین مسؤول ډاکټر عزت شاه صمیم سخت ټپي شو.
نوموړي وویل: "دا یو خادم او خدمتګار انسان و، پر موټر یې انفجار شوی و، زخمي و یوه پښه یې له لاسه ورکړې او بله پښه یې ژوبله ده، الحمدلله له مرګ بچ دی او نور کوم تلفات نه شته."

که څه هم د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا مسؤولینو لا تر اوسه پدې اړه څه ندي ویلي، خو له سیمې څخه د ترلاسه شویو معلوماتو پر بنسټ، اوس مهال ډاکټر صمیم د جلال آباد ښار حوزوي روغتون ته لیږدول شوی او ویل کیږي چی ټپونه یې ژور دي.

له دې وړاندې هم په ننګرهار کې پر واکسیناتورانو بریدونه شوي چې ژوند یې په کې بایللی خو بیا هم د واکسین مسؤولینو او هم عامو خلکو د پولیو او نورو واکسینو د تطبیق لپاره کوشش کړی تر څو ماشومان یې سالم پاتې شي.

XS
SM
MD
LG