د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په ختیځ کې د روان میلادي کال د پولیو ضد وروستی او ځانګړی کمپاین


د ۲۰۲۲ کال د دسمبر د میاشتې د پولیو کمپاین
د ۲۰۲۲ کال د دسمبر د میاشتې د پولیو کمپاین

روغتیایي چارواکي وایي چې د افغانستان په ختیځه حوزه کې د ۲۰۲۲ میلادي کال د پولیو ضد وروستی او ځانګړی کمپاین د ډسمبر د ۲۶ نیټې څخه تر ۲۹ نیټې پورې ترسره شو.

د روغتیایي چارواکو په وینا، دغه درې ورځنی ځانګړی کمپاین په ختیځو ولایتونو کې د چاپیریال د مثبتو ټسټونو په وړاندې د ځواب ویلو په موخه په لاره اچول شوی و او ویل شوي وو چې په ترڅ کې به یې کابو ۱.۱ میلیون ماشومان واکسین شي.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت د پولیو د له منځه وړلو د بیړني مرکز رئیس، نېک ولي شاه مومن، امریکا غږ ته وویل: ”د ختیځی حوزې کمپاین ځکه ترسره کیږي چې د چاپیریال یو شمېر سمپلونه مثبت ؤ، او څو میاشتې وړاندې په کونړ ولایت کې د پولیو یوه مثبته پېښه تایید شوې.“

بل پلو، یو شمېر واکسیناتوران وایي چې په یاده حوزه کې د ګوزڼ ناروغۍ د ګواښ په اړه د موجودو اندېښنو سربیره، لا هم ځینې کورنۍ د پولیو ضد واکسین په تړاو د منفي تبلیغاتو له کبله خپل ماشومان نه واکسینوي، چې له امله یې ګڼ شمېر ماشومان د یادې ناروغۍ له ګواښ سره مخامخ کیږي.

د ننګرهار ولایت یو تن واکسیناتور، محمد طارق، امریکا غږ ته وویل: ”همدا اوس زموږ کمپاین په ختیځ زون کې روان دی. موږ له کورنیو غواړو چې په ډادمن ډول خپل له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان واکسین کړي، تر څو له تل پاتې معلولیت څخه وژغورل شي.“

بل لوري ته، د ننګرهار ولایت یو شمېر اوسیدونکي د پولیو د مثبتو پېښو او سمپلونو د شتون له امله اندیښمن دي، او له روغتیایي بنسټونو غواړي چې د یادې ناروغۍ د کنټرول او مخنیوي لپاره اړین اقدامات ترسره کړي.

د ننګرهار ولایت اوسېدونکي، محمد اشرف، پدې هکله امریکا غږ ته وویل: ”که څه هم ګوزڼ یوه وژونکې ناروغي ده، خو د واکسین په واسطه د وقایې وړ ده. زموږ غوښتنه د پولیو ضد روانه مبارزه کې د ښکیلو ملي او نړیوالو ادارو څخه دا ده چې پدې اړه چټک ګامونه پورته کړي.“

روغتیا پالان په ټینګار سره له کورنیو غواړي چې خپل ټول له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان د پولیو ناروغي په وړاندې واکسین کړي.

XS
SM
MD
LG