د لاس رسي وړ اتصالات

د پولیو ناروغۍ په اړه د اسلامي هیوادونو د مشورتي ډلې نهمه کلنۍ غونډه وشوه


انځور: آرشیف
انځور: آرشیف

د سعودي عربستان په جده ښار کې د اسلامي هیوادونو د مشورتي ډلې په نهمه کلنۍ غونډه کې په افغانستان او پاکستان کې د پولیو ناروغۍ د مخنیوي په څرنګوالي بحث وشو.

د سعودي عربستان په جده ښار کې د اسلامي هیوادونو د مشورتي ډلې په نهمه کلنۍ ناسته کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت په استازیتوب د پولیو د له منځه وړلو د بېړني عملیاتي مرکز مسؤول، ډاکټر نېک ولي شاه مومن او د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د مالي صندوق یا یونیسف ادارې د افغانستان د دفتر استازو ګډون کړی ؤ.

د یونیسف ادارې د عامه اړیکو مسؤول، سید کمال شاه، امریکا غږ ته وویل: ”د ناستې موخه دا وه چې اسلامي هیوادونه به د مور او ماشوم د روغتیا اړوند په ټولو پروګروامونو کې رغنده رول ولوبوي او عمده بحث یې په افغانستان او پاکستان کې د پولیو ناروغۍ د مخنیوي په څرنګوالي ؤ.“

د نوموړي په وینا، د اسلامي هیوادونو د مشورتي ډلې او د دیني عالمانو په مرسته او همکارۍ به په افغانستان او پاکستان کې د پولیو ناروغۍ د له منځه وړلو په تړاو د پام وړ ګامونه پورته شي او مثبتې پایلې به له ځانه سره ولري.

ښاغلي کمال شاه زیاته کړه: ”موږ طمع لرو چې د اسلامي هیوادونو د مشورتي ډلې او د دیني عالمانو د هڅو له امله به په افغانستان او پاکستان کې د پولیو او نورو ناروغیو په اړه د منفي تبلیغاتو لمن ټوله شي او د خلکو په ذهنیت کې به مثبت بدلون راشي.“

بل لوري ته، د کابل یو شمېر اوسیدونکي هم د پولیو ناروغۍ په له منځه وړلو کې د اسلامي هیوادونو او دیني عالمانو همکاري اړینه او ګټوره بولي.

د کابل ښار یو تن اوسیدونکی، محمد طاهر، خپل نظر داسې شریکوي: ”افغاني ټولنه یوه مذهبي ټولنه ده او د اسلامي هیوادونو او دیني عالمانو د سپارښتنو هرکلی کوي، له همدې کبله دا ډول مراجع کولای شي د ګوزڼ ناروغۍ او واکسین په اړه د خلکو د ناسمو باورنو د اصلاح له لارې د یادې ناروغۍ په له منځه وړلو کې اغیزناک رول ولوبوي.“

د یادونې وړه ده چې د اسلامي هیوادونو د مشورتي ډلې په نهمه کلنې ناسته کې چې درې ورځې یې دوام وکړ، د کعبه شریف امام، د نړیوالې فقهي اکاډمۍ مشرانو، د اسلامي همکاریو سازمان، د الازهر پوهنتون استادانو او ځینو نورو مسؤولینو ګډون کړی ؤ.

XS
SM
MD
LG