د لاس رسي وړ اتصالات

د ارزګان د پولیو ضد کمپاین کې زیات شمېر ماشومان له واکسین څخه پاتې شوي


په ۲۰۲۲ کال د مارچ د میاشتې د پولیو کمپاین پر مهال اخیستل شوی انځور
په ۲۰۲۲ کال د مارچ د میاشتې د پولیو کمپاین پر مهال اخیستل شوی انځور

د ارزګان روغتیایي چارواکي وایي چې په وروستي کمپاین کې څه د پاسه دوه لکه ماشومان د واکسین لپاره هدف ټاکل شوي وو خو له بده مرغه نیمايي شمېر یې له واکسین څخه بې برخې پاتې دي.

د یاد ولایت روغتیایي چارواکي زیاتوي چې په یاد کمپاین کې څه باندې سل زره ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین رسیدلی او هڅې روانې دي چې پاتې ماشومان هم واکسین شي.

د ارزګان ولایت د کتلوي معافیت یو چارواکي محمد رفیق رفیق امریکا غږ ته وويل: "زموږ موخه شاوخوا ۲۳۲۰۰۰ د پنځو کالو څخه کښته ماشومانو ته واکسین رسول وو چي په ترسره شوي کمپاین کې یوازې ۱۲۳۰۰۰ ماشومان واکسین شوي او پاتې ماشومانو ته به ډېر ژر واکسین ورسیږي. "

د نوموړي په وینا، د ارزګان ولایت په ټولو ولسوالیو کې جومات په جومات کمپاین ترسره شوی خو ګیزاب یوازنۍ ولسوالۍ ده ‌چې موږ وتوانیدو په بریا سره ماشومانو ته کور په کور واکسین پلی کړو.

ورته مهال، د ارزګان یو شمېر اوسیدونکي بیا وايي چې اوس د پولیو واکسین په ارزښت پوه شوي او پر وخت خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکوي.

د دې ولایت یو تن اوسیدونکي، محمد داود امریکا غږ ته وویل: "پولیو یوه ساري ناروغي ده چې ماشومانو د معلولیت سبب کیږي نو ځکه زه په هر کمپاین کې خپلو ماشومانو ته واکسین ورکوم، تر څو لدې ناروغۍ څخه وژغورل شي. "

په سویلي ولایتو کې د پولیو واکسین لپاره یونیم میلیون له پنځو کالو ښکته ماشومان هدف ټاکل شوي خو له تېرو دریو کالو راهیسې د بیلابیلو لاملونو له امله یاد هدف ندی تر لاسه شوی.

په نوموړي زون کې ارزګان یو له هغو لایتونو څخه دی چې په یاده موده کې ماشومانو ته کور په کور واکسین ندی رسیدلی.

روغتیا پالان وایي چې د پولیو ناروغۍ درملنه نلري، خو د پولیو ضد واکسین دوه څاڅکي کولی شي ماشومان له ګوزڼ او تلپاتې معلولیت څخه وژغوري.

XS
SM
MD
LG