د لاس رسي وړ اتصالات

دیني عالمان: د ګوزڼ په ګډون د ناروغیو وقایه د اسلام له نظره روا ده


آرشیف: په خوست ولایت کې په ګوزڼ ناروغۍ اخته شوی یولس میاشتنۍ نجلۍ
آرشیف: په خوست ولایت کې په ګوزڼ ناروغۍ اخته شوی یولس میاشتنۍ نجلۍ

دیني عالمان هغه آوازې چې ګواکې د اسلام له نظره د فلج ناروغۍ وقاېه د پولیو واکسین په مټ ناروا ده، بې اساسه بولي.

د فراه یو تن لوی دیني عالم محمد نور اخندزاده وايي چې د نړېوالو لوېو دیني عالمانو د فتوا له مخې پولیو واکسین حلال دی، او د هغوی د سپارښتنو له مخی باید ټولو تر پنځو کلونو ښکته ماشومانو ته ورکړل شي، تر څو په دوی کې ګوزڼ ناروغې د تل لپاره محوه شي.

ښاغلي اخندزاده نظري وویل: "مخکې لدې چې یو انسان ناروغ شي، اسلام زموږ لپاره داسې قوانین وضع کړي چې د ناروغۍ مخنېوی او وقایع یي وکړو، نو واکسین هم د ګوزن ناروغۍ وقایه کولو لپاره جوړ شوی.

نوموړی پر نورو ملا صاحبانو غږ کوي چې د جوماتونو له لارې عام ولسونه د پولیو واکسین تطبیق ته وهڅوي ځکه پولیو واکسین کې د اسلام له نظره هیڅ ستونزه نشته.

روغتیایي کار کونکي هم وايي چې پولیو واکسین هیڅ ډول جانبي عوارض نلري.

ډاکټر محمد عارف عتیق ټولو ته ډاډ ورکوي چې پولیو واکسین په بریالیتوب سره د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ مخنېوی کولی شي او هیڅ ډول جانبي عوارض نلري.

ښاغلی عتیق وایي: "د پولیو مریضي تداوي نلري، یواځنۍ لار یې مخنېوۍ دی او مخنېوۍ يې هم یواځې په همدې دوه څاڅکې پولیو واکسین کیږي".

نوموړی خلکو ته ډاډ ورکوي چې پولیو واکسین هېڅ ډول عوارض نلري او ماشومان مو د فلج له ناروغۍ څخه ژغوري.

بلخوا بیا مدني فعالین د کورنېو مشرانو ته هم د پولیو واکسین تطبیق مسوولیت ور سپاري.

د فراه یو تن مدني فعال عبدالرحمن ژوندی وايي، په کلېو او بانډو کې قومي او د کورنېو مشران باید د دولت مخالفو ډلو سره د پولیو واکسین د ګټو په اړه خبری وکړي او د هر ډول ستونزو په هوارولو سره خپل ماشومان واکسین کړي.

هغه وویل: "زه د یو ځوان او مدني فعال په توګه د خلکو څخه غواړم چې د پولیو واکسین مسوولیت یواځې دولت او طالبانو ته ور په غاړه نکړي، بلکه دوی خپله د قومي مشرانو، دیني عالمانو او نورو مشرانو له لارې د پولیو واکسین لپاره زمینه سازي وکړي ".

د طبي څېړنو او تجربو له مخې لا تر اوسه د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ د درملنې لپاره درمل نه دي جوړ شوي، خو د پولیو دوه څاڅکې واکسین په ماشومانو کې د دې ناروغۍ وقایه کولای شي.

XS
SM
MD
LG