د لاس رسي وړ اتصالات

واکسیناتوران دې په ډاډ سره ټولو سیمو ته واکسین ورسوي - امنیتي چارواکي


آرشیف
آرشیف

د غزني امنیتي مسؤولین وایي چې واکسیناتوران کولای شي پرته له کومې ویرې او امنیتي ستونزې لرې پرتو سیمو کې د شرایطو وړ ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین تطبیق کړي.

د دی ترڅنګ امنیتي چارواکي په کورنیو غږ کوي چې د واکسیناسیون د کمپاین پر مهال له واکسیناتورانو سره خپله مرسته ونه سپموي، ترڅو هیڅ ماشوم له واکسین څخه پاتې نشي.

د غزني د ملي امنیت آمر مولوي محمد علم نعماني امریکا غږ ته وویل: "موږ واکسیناتورانو ته ډاډ ورکوو چې اوس مهال کولای شي په اطمینان سره هغو لرو پرتو سیمو ته چې پخوا پکې کوچنیان ندي واکسین شوي، ولاړ شي او هغوی واکسین کړي."

وروسته له هغه چې په روان میلادي کال کې د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د پولیو یوه مثبته پیښه تائید شوه، روغتیايي مسؤولین ټینګار کوي چې د واکسین په تطبیق سره دا شمېر صفر ته ورسوي.

روغتیاپالان له ګوزڼ څخه د خلاصون یوازینۍ لاره په هر کمپاین کې ټولو د هدف وړ ماشومانو ته د واکسین رسول بولي او له کورنیو غواړي چې په کمپاینونو کې بشپړه ونډه واخلي او خپل ماشومان واکسین کړي.

ډاکټر فضل احمد حنیف، د غزني ولایت د روغتیا نړیوال سازمان مسؤول په دې هکله وویل: "له ټولو کورنیو څخه مو غوښتنه دا ده چې کله د پولیو د کمپاین رضاکاران د دوی د کورونو دروازو ته ورځې باید له هغوی سره مرسته وکړي."

نوموړي زیاته کړه خپل ټول له پنځو کلونو کم عمره ماشومان د واکسین د تطبیق لپاره دروازې ته راوکاږئ، ترڅو د واکسین له څاڅکو څخه بې برخې پاتې نشي.

روغتیایي متخصصین کورنیو ته سپارښتنه کوي چې باید خپل ماشومان د کمپاینونو په بهیر کې واکسین کړي، ځکه د پولیو ویروس د ماشومانو د معلولیت لامل کیږي او د عمر تر پایه د هغوی ژوند له کړاوونو سره مخ کوي.

XS
SM
MD
LG